د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پېل کړ
د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنې روزنیز پروګرام د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ په لاره اچول شوی چې په دې پروګرام کې به (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته په دوو حرفو ( د مبایل ترمیم او خیاطۍ) زده کړې ورکړل شي.
د دې روزنیز پروګرام د پرانیستې پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې مسؤل محترم شاکرالله امین او د دې ریاست اړوند کارکوونکو ګډون درلود.
محترم ملا عبدالحکیم دانش د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول په هېواد کې د فقر او بیکارۍ د کچې په را ټیټولو کې خورا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول پروګرامونو جوړولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
په ورته وخت کې د یادې خیریه مؤسسې مسؤل په دې ریاست کې د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول یوه امتحاني دوره وګڼله او ډاډ یې ورکړ چې په دویم پړاو کې به زیاتو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.