د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې مدیرانو ته د کاري ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی دایر شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید
په همدې موخه جوړ شوي پروګرام کې د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش او د دې ریاست د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم حافظ عبدالحلیم مهاجر حضور درلود.
محترم ملا عبدالحکیم دانش ګډونوالو ته د دایر شوي روزنیز ورکشاپ په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دا ډول روزنیز ورکشاپونه به وکولی شي تاسو سره د چارو په ښه ترسره کولو کې ډیره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د زابل ولايت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.