د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

asad_admin
Wed, Sep 23 2026 2:26 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د بودجې آمر محترم قاری محمد ادریس هم حضور درلود.

په پیل کې محترم مولوي کلیم‌الله افغان د ښاروالۍ د عوایدو رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د هېواد د آبادۍ او ښاري نظم په برخه کې یې د ښاروالۍ هڅې او فعالیتونه وستایل.

په دې لیدنه کې په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري د ښاروالۍ اړوند د پخوانیو پاتې حسابونو او مقروضیتونو د تصفیې په اړه خبرې وشوې.

د ښاروالۍ د عوایدو رئیس محترم مفتي شرافت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د اړوندو مالي باقیاتو د بشپړې تصفیې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هغه یواځینی وزارت دی چې خپل پاتې حسابونه او مقروضیتونه یې په بشپړه توګه تصفیه کړي دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS