د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ښه ملاتړ، د هغوی اقتصادي اړتیاوو ته د ښې رسیدګي په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار اړوند د (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور اساسي توکي شامل وو، په عادلانه او شفاف ډول د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست له لوري مستحقو کسانو باندې ووېشل شول او هر مستحق د شاوخوا (۹۰۰۰) افغانیو په ارزښت مرستې ترلاسه کړې. د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئيس محترم مولوي علاؤ الدین سعد، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د وزارت له پروژه څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود، د مرستو د وېش له بهیر څخه یې له نږدې څارنه وکړه، ترڅو مرستې په شفاف او منظم ډول مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ووېشل شي. د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یادې خیریه مؤسسې په همکارۍ د کابل ښار او اړوندو ولسوالیو د (۱۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خوراکي توکو مرستې چمتو کړې وې. له دې جملې څخه (۱۰۰۰) تنو ته څو ورځې وړاندې مرستې وېشل شوې، او پاتې (۴۰۰) تنه نور هم نن له دغو مرستو څخه برخمن شول. دغه مرستې د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ووېشل شوې، چې د مستحقو کسانو له لوري یې هرکلی وشو.
