د پکتیا ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالیو ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو ارزونه، د کور په کور سروې د بهیر څارنه او د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ستونزو او غوښتنو اورېدل وو.
د سفر پر مهال نوموړي د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او له یادو کورنیو سره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.
هغه همداراز د سفر په ترڅ کې د ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره هم وکتل، د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې. ولسوال صاحبانو هم ډاډ څرګند کړ چې د یاد ریاست سره به هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
