د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۶) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳۶) میلیونه او (۵۹) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې مرستیال محترم همايون نوري ترمنځ لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې به (۳۳۱۰) تنو یتیمانو او معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ او پروان ولایتونو کې د یو کال په موده کې په منظم ډول د خوراکي توکو د خوندیتوب، صحي او تعلیمي برخو کې اړینې مرستې ترسره شي، همدارنګه د څښاک پاکو اوبو د برابرولو لپاره د اوبو څاګانې وکیندل شي او د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره به نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې شي..
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د پورته ذکر شویو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.
