د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان پراختیايي (ADA) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلول ماشومانو د ملاتړ په موخه د افغان پراختیايي مؤسسې سره د (۳۱) میلیونه، (۳۰۴) زره او (۲۷۸) افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په بغلان، تخار او کندز ولایتونو کې (۲۶۹۷) تنو معلول ماشومانو لپاره د ځانګړو زده کړو زمینه برابره شي، همداراز د هغوی کورنیو ته به د معلوليت لرونکو ماشومانو د حقوقو او د هغوی د روزنې په برخو کې پوهاوی ورکړل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه د دې وزارت د بهرنیو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د افغان پراختیايي(ADA) مؤسسې مسؤل ترمنځ لاسلیک شو چې د يو کال په موده کې به د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.
