د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي علاؤ الدین سعد د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د نوي رئیس په توګه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې يې رسماْ پيل کړې.
د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست لپاره د نوي رئیس په معرفت غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حیبب، یو شمېر آمرینو او کارکوونکو شتون درلود.
د معرفت په دې غونډه کې، محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د سپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو، اخلاص او د مراجعينو چارو ته د ښې رسیدګي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: مسؤلیت یو امتیاز نه بلکه یو ستر امانت دی او ټولو کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، د شهرت څخه ځانونه وساتي، د الله تعالی جل جلاله رضا په نظر کې ونیسي ځکه چې د دې وزارت مراجعین د ټولنې خورا زیانمن او محتاج کسان دي چې په ژوند کې یې ډېرې ستونزې زغملې دي، نو په دې اساس د هغوی د چارو سمبالول باید په دقت، صداقت او اخلاص سره ترسره شي او د نېکو دعاګانو څخه یې برخمن شو، تر څو موږ ته دنیوي او اخروي بریاوې را په برخه شي.
محترم شیخ صاحب همدارنګه د محترم مولوي ثناءالله فرقاني چې تر دې وړاندې د ټولنیزو خدمتونو په ریاست کې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه، همداراز هغه د محترم مولوي علاؤالدین سعد لخوا یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د تېرو خدمتونو یادونه وکړه او ورته یې په سپارل شوو چارو کې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اداري موضوعاتو اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۱۰۳۶) کارکوونکو په درلودو سره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي، همداراز د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د دندو او اساسي موخو په هکله یې هم خبرې وکړې.
د کارکوونکو چارو رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې په بشپړې همغږۍ، مشورې او اخلاص سره ترسره کړي او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د نوې رئیس لپاره یې د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې محترم مولوي علاؤ الدین سعد تر دې وړاندې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.
