په لوګر ولایت کې اتیا (۸۰) تنو مستحقو معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند اتیا (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي باقي بالله فضلي او د یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود. نوموړي د وزارت مقام او د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې زیانمن شوي قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي.