د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر
د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د وضعیت د ارزونې په موخه، ینګي قلعه او درقد ولسوالیو ته یې سفر وکړ.
نوموړي د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې، یادو کورنیو ته یې د ښه خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ، له هغوی وغوښتل چې د اسلامي نظام د بقاء او د خپلو مشرانو د حفاظت لپاره دعاوې وکړي، همداراز د یادو کورنیو سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.
هغه همداراز یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهير او د هغوی کور په کور سروې له پروسې څخه ارزونه وکړه، د چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لارښوونې وکړې.
محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د یادو ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره ليدنه وکړه، د هغوی څخه یې یتیمانو کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو همکاریو غوښتنه وکړه.
