د ترکیې هېواد د هلال احمر خیریه بنسټ لخوا پر پنځه اویا معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه وویشل شول

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۲:۵
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند، د یاد وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی، او د نوموړي وزارت ځینو رئیسانو ګډون درلود.

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په هکله خبرې ورکړې او زیاته یې کړه: زیات شمېر معلولیت لرونکي وګړي په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نوموړي د ترکیې هېواد د سفیر څخه وغوښتل ترڅو فلجیانو ته د روزنې او تداوي په برخه کې او همدارنګه معلولیت لرونکو وګړو لپاره د پرمختللو مصنوعي پښو د جوړونۍ زمینه برابره کړي.

په کابل کې د ترکيې سفیر جهاد آرګین آی په افغانستان کې د ترکیې هېواد د شویو مرستو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د ترکیې هیواد د افغانستان خلکو لپاره په بیلابیلو برخو کې زیاتې مرستې کړي دي. نوموړي زیاته کړه: د مرستو څو ریل ګاډي چې په هغې کې خوراکي، روغتیايي، البسه او همدارنګه ویلچرونه شامل دي افغانستان ته لیږدول شوي دي. نوموړي همداراز کونډو ته دحرفوي زده کړو د زمینې د برابرولو یادونه وکړه او ویې ویل: په دې سره به کونډې وکولې شي تر ډیره حده خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

ښاغلي آرګین آي تیره ورځ له زرو بیوزلو کورنېو سره د مرستې د یادونې تر څنګ د مرستو پر تداوم هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم د ترکیې هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت له راتګ سره سم په هېواد کې (۱۴۵) زره معلولین ثبت شوي دي چې د هغې جملې څخه یولک معلولیت لرونکو وګړو ته (۱۳۵) زرو یتیمانو او همدارنګه (۳۴) زرو کوڼدو ته حقوق ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه : په تیر یو کال کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ  (۳۵۰) معلولیت لرونکو وګړو ته ویلچرونه هم ویشل شوي دي همدارنګه هغه د مرستو د ویش په لړۍ کې د شفافیت ډاډ ورکړ.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ چې په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې د دې مظلوم قشر( معلولیت لرونکو وګړو، کونډو او یتیمانو) لاسنیوې وکړي.

په یاده غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود هم د ترکیې د هلال احمر خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه او له خیریه بنسټونو څخه یې وغوښتل تر څو معلولیت لرونکو وګړو، کونډو او یتیمانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د غونډې په پای کې د پلان او همغږۍ رئیس ښاغلي سید محمد عظیم آغا د معلولیت لرونکو او یتیمانو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: پر نړیوالو هېوادونو غږ کوو تر څو د افغانستان کنګل شوې پیسۍ بیرته را وګرځوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS