د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست او د یادې مؤسسې د مرستیال ترمنځ لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې به په کابل کې (۱۲۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته د موبایل ترمیم، خیاطۍ، د کمپيوټر ترمیم، د موټرسایکل، جنراټور، یخچال او ایرکندیشن، کورني وسایلو ترمیم او د سولري برېښنا او امنیتي کمرو په برخو کې زده کړې ورکړل شي او د زده کړو په پای کې به یادو کسانو د کار پیل په موخه اړین وسایل هم په واک کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د (۶) میاشتو په موده کې تطبیق شي.
