د شهيدانو او معلولينو چارو وزير د افغانستان د سولې لارې د پيوستون بنسټ له غړو سره ليدنه وکړه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۸:۳۱
ت

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير د افغانستان د سولې لارې د پيوستون بنسټ له غړو سره ليدنه وکړه

نن سه شنبه د غويي په ۷مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د افغانستان د سولې لارې د پيوستون بنسټ له رئيس او غړو سره ليدنه وکړه.

په پيل کې د افغانستان د سولې لارې د پيوستون بنسټ رييس د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په تړاو خبرې وکړې وويل: دغه بنسټ د سولې د ټينګښت او د هېواد وضعيت د ښه والي په موخه په بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، د ياد بنسټ د ښو فعاليتونو د ترسراوي له امله هغوی ته د مننې ترڅنګ وويل: جنګ زموږ په ټولنه کې يوه بده او منفي پديده ده او په هېواد کې د ټولو ستونزو سرچينه همدا ناوړه جګړه ده. د سولې د تامين او د هېواد د ابادۍ لپاره ګډو هڅو او زيات مسووليت منلو ته اړتيا ده.

نوموړي هيله مندي وښوده، چې په زده کړو سمبال ځوانان کولی شي، چې روان ناسم وضعيت ته مثبت بدلون ورکړي او د سولې د ټينګښت او د هېواد په بيارغونه کې رغنده رول ولوبوي.

په پای کې د افغانستان د سولې لارې د پيوستون بنسټ غړو ښاغلي فاروقي ته، د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د غوره او اغيزناکو خدمتونو د ترسراوي له امله ستاينليک ډالۍ کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS