د پارا المپیک لوبغاړو ته به د سیالیو ترسره کولو په موخه مناسب فرصتونه برابر شي

sadiq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۹:۲۱
a

د پارا المپیک لوبغاړو ته به د سیالیو ترسره کولو په موخه مناسب فرصتونه برابر شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د پارا المپیک کمیټې رئیس او غړو سره وکتل.

د پارا المپیک کمیټې رییس ښاغلي عبدالحسین حصاری د یادې کمیټې د برنامو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل: یاده کمیټه دولسو ولایتونو کې ۲۱۳۰ معلولیت لرونکي ورزشکار غړي لري چې کورنیو او نړیوالو سیالیو کې لوبې ترسره کوي. ښاغلي حصاري په مرکزي جمنازیوم کې د لوبغاړو لپاره د ورزشي وسایلو کمښت، د بودجې محدودیت او د زرغونو ورزشي سیمو نشتون مهمې ننګونې وبللې، چې لوبغاړي یې ستونزو سره مخ کړي دي. ښاغلي حصاري د وزارت او پارا المپیک کمیټې د غړو تر منځ د مشورتي بورډ د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د پارا المپیک کمېټې معلولیت لرونکو لوبغاړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او معلولیت لرونکي لوبغاړي یې د لوړو ظرفیتونو خاوندان وګڼل. ښاغلي فاروقي وویل: د بودجې د کمښت په اړه به د مالیې وزارت سره خبری وکړي، د زرغونې سپورتي سیمې او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې به نړیوالو موسساتو سره همغږي وکړي ترڅو په دوامداره توګه د یادو لوبغاړو ملاتړ وشي. ښاغلي فاروقي لارښوونه وکړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو ولایتي آمریتونه د پارا المپیک کمیټې له لوبغاړو سره بشپړه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS