ملت ته دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تیر یو کال د حساب ورکونې خبري غونډې په ترڅ کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه ټینګار وشو

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۸:۳۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت لړۍ  پیل کړې او هغوې ته د خدمتونو رسونه زموږ اصلي موخه ده. ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه تر اوسه په ټول هېواد کې (۱۱۷۴۵۹) معلولین ثبت شوي دي او همدارنګه (۱۶۵۰۰)  د اسلامي امارت معلولیت لرونکي وګړي هم راجسټر شوي چې څه باندې (۱۲۷) زره معلولین ثبت شوي دي چې له دې جملې څخه (۷۰) زرو معلولینو ته حقوق حواله شوي دي او ځینو نورته په نږدې راتلونکي کې به حواله شي.

ښاغلي شیخ صاحب ملت ته د دولت د حساب ورکونې پروګرام په ترڅ کې د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو لپاره د ژوند د هوساینې او آسانتیاو د برابرولو خبر ورکړ، نوموړي همدارنګه د خیریه بنسټونو د مرستو یادونه وکړه او وویل چې تر اوسه دیرش زره معلولیت لرونکو، کونډو او یتیمانو کورنېو ته مرستې په شفاف ډول ویشل شوي دي. ښاغلي شیخ صاحب د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په اداري سیسټم کې د پراختیا یادونه وکړه او د یاد وزارت تشکیل په اړه یې  وویل؛  پخوانى تشکيل ٦٣٨ بستونه درلودل، چې ٣٠٨ يې په مرکز او پاتې ٣٣٠ يې د ولايتونو اړوند وو. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمت رسونې د لا ښه والي په موخه د یاد وزارت تشکیل څه کم  ۱۱۰۰ بستونو ته لوړ کړ.

همدارنګه ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم افغان هم خبري وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره ۱۳.۵ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوې وه، چې د طرحې سره سم د معلولینو او یتیمانو د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي، دغه راز نوموړي د برېښنايي تذکرو وېش د شهيدانو وارثینو او معلولينو ته د معاشونو د ورکړې په پروسه کې د روڼتيا او له فساد سره د مبارزې په برخه کې يو له مهمو ګامونو څخه وباله او زياته يې کړه چې په تیر حکومت کې په ولایتونو کې د معلولینو د تثبیت په پروسه کې جعل کاري شوې وه چې په ځینو ولایتونو کې تر نیمایي معلولیت لرونکي وګړي په جعلي توګه ثبت شوي وو چې ددوي اسناد بیا وڅیړل شوه او د تثبیت په پروسه کې د شفافیت ډاډ ورکړ. نوموړي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت پروسیجر د معاشونو د ورکړۍ په برخه کې د ځنډ مهم لامل وباله. ښاغلي کلیم الله افغان په دې خبري غونډه کې وویل چې د تیرې ادارې او د اسلامي امارت د معلولینو او یتیمانو لپاره یو ګډ کاري طرزالعمل جوړ شو، چې د هغه طرزالعمل په رڼا کې معلولین او یتیمان ثبتیږي، همدارنګه ښاغلي کلیم الله افغان زیاته چې د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت له مهمو مسئوليتونو او لومړيتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

BACK TO NEWS