د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې (۲۴۷۷) تنو معلولینو باندې ویلچرونه وېشلي دي

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د معلولینو د ښه ملاتړ، د هغوی لاسنیوي او په ورځني ژوند کې هغوی ته د تګ راتګ اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې (۲۴۷۷) تنو معلولینو ته په مرکز او ولایتونو کې ویلچرونه وېشلي چې په ترتیب سره (۲۴۰۲) تنو معلولینو ساده ویلچرونه  او (۷۵) تنو نورو ته بیا برېښنایي ویلچرونه ويشل شوي.

سر بېره پر دې، معلولینو ته د لارې کرایې په موخه، یو اندازه نغدي مرستې هم په پام کې نیول شوې وې، چې د ویلچرونو د وېش پر مهال پر مستحقو معلولینو په عادلانه ډول وېشل شوې.

د دغو ویلچرونو په ترلاسه کولو سره  د معلولینو د ورځني ژوند ډېرې ستونزې تر یوه حده کمې شوي. هغوی اوس کولای شي په اسانه تګ ‌راتګ وکړي او د نورو کسانو مرستې ته  یې اړتیا کمه شوي. دغه ویلچرونه به له هغوی سره مرسته وکړي چې خپلې ورځنۍ چارې په نسبتاً خپلواک ډول ترسره کړي.

همداراز، هغو مستحقو معلولینو چې ویلچرونه او نغدي مرستې یې ترلاسه کړې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د خیریه مؤسسې له دې اقدام څخه یې خوښي څرګنده کړي. هغوی د دغو مرستو له امله مننه کړي چې یادې مرستې د دوی د تګ‌ راتګ ستونزې راکمې کړي او په ورځني ژوند کې  ورته اسانتیاوې برابرې شوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS