د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۴۸) مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
Tue, Sep 01 2026 8:46 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښې رسیدنې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۴۸) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، سربېره پر دې هر معلول سره د لارې کرایې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د ویلچرونو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئيس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم حکمت الله بدري او د خیریه مؤسسې استازو هم حضور درلود.

دغه راز معلولیت لرونکو وګړو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دې ارزښتناک اقدام څخه هرکلی او ستاینه وکړه او د ویلچرونو برابرول یې د ژوند د اسانتیا او د ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د دې ډول مرستو دوام کولی شي د معلولیت لرونکو وګړو په ورځني ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته، د هغوی ستونزې راکمې او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د هغوی د فعال ګډون زمینه لا زیاته برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ته ساده او برېښنایي ویلچرونه وېشلي، څو د هغوی د تګ ‌راتګ او ورځني ژوند په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS