د ښځو نړیوالې ورځې (مارچ ۸) په ویاړ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي پیغام

content_admin
Sun, Mar 08 2020 12:24 PM
mmd

د ښځو نړیوالې ورځې (مارچ ۸) په ویاړ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي پیغام 
د افغانستان ټولو پتمنو او مبارزو په ځانګړې معلولیت لرونکو ښځو ته د دوی د پرتمینې ورځې مبارکي وایم!
پرته له شکه، چې افغان زړورې ښځې په خورا ننګونو حالاتو کې خپلو موخه ته د رسېدو لپاره د مبارزې کلک هوډ لري او د هېواد په بیارغونه، پرمختګ او د ولس د سوکالۍ په برخه کې افغان نارینه قشر سره اوږه په اوږه کار کوي.  
افغان ښځې که څه هم ګڼو ستونزو سره مخ او د جګړې اصلي متضررې دي، خو بیا هم نړۍ ته د غیرت، همت، انسانیت او مبارزې ښې بېلګې دي، دوی په ډېره کمه موده، لږو امکاناتو او اسانتیاوو د سیاست، زده کړو، ورزش، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې د حساب وړ لاسته راوړنې لري. 
د حکومت او ټولنې د فرد، فرد مسولیت دی، چې افغان ته د ژوند د مناسبو کاری، زده کړو، ورزش، ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي فرصتونو او شرایطو د برابرولو په موخه هر اړخیزې هلې ځلې وکړي. د دې ترڅنګ اړینه ده، چې پر یوې متمدنې ټولنې د بدلېدو لپاره د ښځو پر وړاندې د شته خنډونو، زورزیاتیو، تاوتریخوالي او ټولنیزې نابرابرې پر ضد مبارزه وکړو. 
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبري معلولیت لرونکو مېرمنو ته د تېر په څېر د زده کړو او کار موندنې فرصتونو برابرولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.  
د یوه ملت په پرمختګ کې ښځې اغېزناک نقش لري، راځئ احترام یې وکړو او په ټولو چارو کې برابره ونډه او مسولیت ورکړو!
په درنښت 
لعل الدین آریوبي 
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS