د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, Aug 01 2026 9:45 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ ‌الصحې مرستې ووېشلې.

په دغو مرستو کې د هر مستحق لپاره دوه بورۍ اوړه، وریجې، یو شمېر نور خوراکي توکي او د حفظ‌الصحې اړوند مواد شامل وو، چې د مستحقو یتیمانو ترمنځ په منظم، شفاف او عادلانه ډول ووېشل شول.

یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطيع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د شهیدانو چارو رياست استازي او د مؤسسې د مسؤلينو په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS