د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په نیمروز ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Tue, Dec 13 2022 9:28 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق سعید یې ملتیا کوي د نیمروز ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست د فعالیتونو او کړنو څخه په هر اړخيزه توګه ارزونه وکړه.

د دې ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ورسره مل پلاوي ته لارښوونه وکړه، تر څو د یاد ریاست اسناد او فورمې په دقیق ډول وڅېړي او په یادو برخو کې د پرتو ستونزو او نیمګړتیاو د حل په موخه دې د نوموړي ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په نیمروز ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو (د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ نشتون او همدارنګه د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مرستو د راجلبولو) په موخه د نیمروز ولایت  له والي ښاغلی ملا نجیب الله رفیع سره وکتل.

په یاده کتنه کې د هغه هدایت په هکله چې څه موده وړاندې د ریاست الوزرا د لوموړي مرستیال لخوا د مهاجرينو او راستنېدونکو، اقتصاد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، له طبيعي پېښو سره د مبارزې او سرې مياشتې رياستونو ته استول شوې وو او په هغه کې د یتیمانو او معلولینو لپاره د 25٪ مرستې د تخصیص غوښتنه شوې وه هم یادونه وشوه.

په دې کتنه کې د نیمروز ولايت والي له مسؤلینو څخه وغوښتل ترڅو کونډو  یتیمانو او معلولینو ته د مرستو د ویش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي نوموړي همداراز په نیمروز ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته د اداري ودانۍ د چمتو کولو په برخه کې هم ژمنه وکړه.

 د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي تر دې وړاندې د يتيمانو، کونډو او معلولينو د ستونزو د حل په موخه فراه، هرات، غور، بادغيس او يو شمېر نورو ولايتونو ته سفرونه کړي وو، تر څو د يادو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې له نږدې وڅیړي او د نوموړو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې هراړخیز اقدامات ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS