مولوي علاؤالدین سعد د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وارسي کوونکي په توګه معرفي او نن یې خپله دنده پیل کړه.

nasrat_admin
Sat, Dec 10 2022 1:57 PM
mmd

د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مرستيال مولوي علاوءالدين سعد د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د حکم پر اساس د ښاغلي شيخ صاحب عبدالحکيم حقاني له خوا د هرات ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د وارسي کوونکي په توګه د نوموړي رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې هرات ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو د څارنې او ارزونې په موخه سفر کړې وو، مولوي علاوالدین سعد یې د مولوي عبدالباري اخندزاده پر ځای د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د وارسي کوونکي په توګه کارکوونکو ته معرفي کړ.

 

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د هرات ولايت د شهيدانو او معلولينو په رياست کې جوړه شوې وه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستیال د نوموړي ریاست کارکوونکو ته د مولوي علاؤالدین سعد  د معرفۍ  کولو په ترڅ کې خبرې وکړې او زياته يې کړه: یتیمانو او  معلولینو ته باید د اسلامي امارت د پلان او پالیسي سره سم غوره خدمتونه وړاندې کړل شي، تر څو له یوې خوا په دندو کې د کاري تداخل مخنېوې وشي او له بلې خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوي طرزالعمل مطابق یتیمانو، کونډو او معلولینو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

 

په دې غونډه کې مولوي علاؤالدین سعد د خبرو په ترڅ کې د اداري فساد مخنیوی او د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو حل د خپلو مهمو موخو څخه وګڼله.

د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دفتر رئيس قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتیش رئيس مولوي احسان الله حقاني، د معلولينو چارو رئيس مولوي عبدالنافع منتفع، د پلانونو د تطبیق د څارنې او ارزونې آمر قاري سید اسحاق سعید او د هرات ولایت د دفتر رئیس هم ګډون درلود.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS