د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

nasrat_admin
Sun, Oct 09 2022 1:29 PM
mmd

د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو آمریت له لورې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو.

 د یاد روزنیز پروګرام په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د خبرو په ترڅ کې وویل: څلویښت کلنو ناخوالو په هېواد کې ډیر څه له منځه وړي دي او موږ ته پکار ده چې د هېواد په بیارغونه کې کوټلی ګامونه واخلو، نوموړي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې څخه راغلي ترینرانو څخه د مننې تر څنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د یاد وزارت د کارکوونکو په روزنه کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

 د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد موسی صدیقي هم د کارکوونکو لپاره د دې ډول روزنیز پروګرامونو په لاره اچول مهم او اړین وباله، نوموړي زیاته کړه: د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې به د یاد وزارت کارکوونکو ته د اداري اصولو، مکتوب لیکنې او پلان جوړونې په برخه کې مهارتونه ورزده کړل شي.

 د یادونې وړ ده چې یاد روزنیز پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت سره سم په لاره اچول شوې دې، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونۍ روزنیز پروګرام په پای کې به د یاد وزارت لخوا ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکول کیږي

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS