د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ځانګړي پلاوي په بغلان ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو ارزونه وکړه.

nasrat_admin
Sat, Sep 17 2022 2:36 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ځانګړي پلاوي چې په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان، د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست استازی هم شامل دی، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخیزه توګه وارزولې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کليم الله افغان د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست څخه د ارزونې په ترڅ کې د بودیجې د مصرفولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او زياته يې کړه: دغه رياست ته ځانګړې شوې بودیجه بايد په بشپړه، شفافه او پر وخت ولګول شي،  نوموړی همداراز ټینګار وکړ چې هغو معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو کورنېو ته چې تر اوسه حقوق او امتیازات نه دي ورکړل شوي د هغوې حقوق باید پر وخت ورکړل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، اړوند مسؤلین دې د یتیمانو د وکیلانو له خوا د یتیمانو حقوقو او امتیازاتو د ورکړۍ څرنګوالې وڅیړي تر څو یتیمان خپل حقوق په ښه توګه  ترلاسه کړي. نوموړي د اړوند رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې له مراجعينو سره  ښه چلند وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو  عمومي رئیس سره راغلي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په اړه پوښتنې وکړې.

د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس قاري عبدالحکيم نافذ هم یتیمانو او معلوليت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: "د يتيمانو او معلولينو د حقوقو پر وخت ورکړه زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي" نوموړي همداراز په یاد رياست کې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو يادونه هم وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان په یاد ریاست کې د شته ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې دغه ستونزې او ننګونې به ډېر ژر حل کړل شي.

د يادونې وړ ده چې د دغه وزارت د پلټنو پلاوی به د سرپل، بلخ، سمنګان، او کندز ولايتونو کې د دغه وزارت له اړوندو رياستونو څخه هم څېړنه او ارزونه وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS