د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
Mon, Feb 14 2022 2:51 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مشرتابه شورا غونډه د اړونده ادارو د رئیسانو په شتون کې د دغه وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال مولوی عبدالرزاق آخوند په مشرۍ  ترسره شوه.

په دې غونډه کې مولوی عبدالرزاق آخوند د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د ویش په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې پروسې وېش به په نژدۍ راتلونکي کې پیل شي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداری چارو عمومی رئیس مولوی كلیم الله افغان هم د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځانګړې شوې بودیجې په اړه اړین توضیحات وړاندې کړل .

 په پاۍ کې پریکړه وشوه چې هغو کسانو چي د تثبیت پروسه یې بشپړه کړې وي ،دحقوقو او امتیازاتو وېش به د بانکونو له لارې د هغوی حساب ته اضافه شي او هغو کسانو چي د تثبیت پروسه يې بشپړه کړې نه وي حقوق او امتیازات به يې د معتمدینو له خوا په نغدي ډول ورکول کیږي. او په همدې توګه باصلاحیته هیات وټاکل شو چي د دې پروسې د لا چټکتیا لپاره دې ریاست الوزرا ته وړاندیز وکړي.

همدا رنګه مولوی محمد موسی صدیقي د غونډې په پاۍ کې د بالمقطع کارکوونکو  د قراردادونو د پاې ته رسیدو او  ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او ځانګړې هیات و ټاکل شو تر څو د بالمقطع کارکوونکو د قراردادونو ستونزې په ښه توګه وڅیړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS