د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د امنيتي او دفاعي ارګانونو له استازو سره د حقونو د چټکې ورکړې د څرنګوالي په تړاو ناسته وکړه

sadiq_admin
Wed, Apr 21 2021 9:33 AM
s

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د امنيتي او دفاعي ارګانونو له استازو سره د حقونو د چټکې ورکړې د څرنګوالي په تړاو ناسته وکړه

نن دوشنبه د وري په ۳۰مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، د نظامي شهيدانو او معلولينو د حقونو د چټکې ورکړې د څرنګوالي په موخه د کورنيو، دفاع چارو وزارتونو او ملي امنيت رياست له استازو سره وکتل او په دې تړاو يې پر مهمو مسايلو بحث وکړ.

د نظامي شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د (۱۴۰۰) ھ لمريز کال او پاتې نورو کلونو د حقونو د ورکړې، د اسنادو او وثيقو کتنه او ارزونه، د پاکو اسنادو څخه د ناپاکو جلا کول، د روڼتيا ټينګښت، د قانون تعديل او د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ زياتوالی د ناستې مهم ټکي وو.

د دفاعي او امنيتي ارګانونو استازو د نظامي شهيدانو او معلولينو اسنادو کې د روڼتيا د ټينګښت په تړاو د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مشرتابه سره خپلې مشورې، وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې او د خپلو ادارو له اړخه يې د هر ډول همکاريو، ګډکار او همغږيو زياتوالي ژمنې تازه کړې.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د امنيتي او دفاعي ارګانونو له اړخه د وزارت سره د هميشنيو همکاريو او ګډکار له امله مننه وکړه او د همغږۍ په لا زياتوالي يې ټينګار وکړ.

ښاغلي فاروقي وويل: چې د اصلاحاتو راوستل او په چارو کې د روڼتيا تينګښت د اړونده ادارو ګډ مسوليت دی؛ نو پر همدې بنسټ بايد کوښښ وکړو، چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکي وګړي ژر تر ژره د اسنادو ارزونې او کتنې پروسه بشپړه کړي، بايومتريک وکړي او برېښنايي پيژندپاڼې ترلاسه کړي، څو ورته حقوق او معاشونه حواله شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د امنيتي او دفاعي ارګانونو استازو مشورو او وړانديزونو ته په کتو، د روڼتيا ټينګښت ته په پام او د اسنادو د کتنې او ارزونې کميسيون په همغږۍ بايد په قانوني ډول په ګډه يو تصميم ونيول شي، چې د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د سږ کال حقوق په چټکه توګه ورکړل شي او د ملکي شهيدانو او معلولينو په شمول د تېرو کلونو حقوق هم د اسنادو تر ارزونې او تکميل وروسته حواله شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS