د فساد پر وړاندې مبارزه ګډو هڅو او همغږۍ ته اړتيا لري

sadiq_admin
Mon, Apr 05 2021 8:16 AM
s

د فساد پر وړاندې مبارزه ګډو هڅو او همغږۍ ته اړتيا لري

نن يکشنبه د وري په ۱۵مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د معلولينو له يو شمير استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

ښاغلي فاروقي په دې کتنه کې د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې په ګډو هڅو او همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د شهيدانو له ټولو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو څخه وغوښتل، چې د فساد د مخنيوي او له منځه وړلو بهير کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې وزارت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره يوازې د حقونو ورکړه او کار زمينې برابرولو په تړاو مسوول نه دی؛ بلکه ددې قشر لپاره د بنسټيزو او اړينو خدمتونو وړاندې کولو برخو کې لازم او هراړخيز مسووليت لري.

هغه زياته کړه، چې د اسنادو د سمونې او کتنې پروسې تر بشپړتيا، د برېښنايي تذکرو وېش، په برېښنايي سيسټم کې د شهيدانو ورثې او معلولينو له ثبت او راجسټر او د حقونو او امتيازاتو تر ورکړې وروسته وزارت ته د لا زياتو او بنسټيزو خدمتونو د ترسراوي فرصتونه برابرېږي.

ښاغلي فاروقي په کابل ښار کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د کاري غرفو د عادلانه وېش په هکله خبر ورکړ وويل: د غرفو د وېش په تړاو د کابل له ښاروالۍ سره خبرې او همغږي شوې، د کابل ښاروالۍ د چارواکو په خبره، چې د غرفو د وېش تګلاره يې بشپړه کړې او د قانوني پروسيجرونو تر بشپړيدو وروسته به وويشل شي.

د ناستې د ګډونوالو په استازيتوب حاجي محمد حسن ساپي، د شهيدانو ورثې او معلولينو د ژوند په بېلابېلو برخو کې شته ټولې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل او د وزارت له رهبرۍ څخه يې د حل غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS