د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بډاينې لپاره ګډه همغږي دوام لري

sadiq_admin
Sun, Mar 07 2021 8:53 AM
dws

د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بډاينې لپاره ګډه همغږي دوام لري

نن شنبه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي په مشرۍ، د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بډاینې په موخه له عامې روغتيا، د قومونو او قبايلو چارو وزارتونو، سرې مياشتې او کوچيانو د انسجام ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.

په پیل کې، ښاغلي فاروقي له اړونده ادارو د همکارۍ له امله مننه وکړه وویل: معلولیت لرونکي وګړي زياتې وړتياوې لري او له بده مرغه چې تر دې دمه د دوی له وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په سمه توګه ګټه نه ده اخيستل شوې.

دده په وینا، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه کوي، څو ددې قشر د ظرفیتونو او وړتياوو د کارولو او پياوړتيا لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، وزارت ژمن دی چې له ملي او بین المللي بنسټونو سره د ګډو هڅو او همغږۍ په چوکاټ کې به د معلولیت ملي ستراتیژۍ په بډایه کولو سره، د ياد قشر وړتیاوو زياتولو او ودې لپاره ټولنه او چاپیریال چمتو کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير ټینګار وکړ، چې اړوندې ادارې باید د يادې ستراتیژۍ د بشپړیدو او نهایی کیدو په موخه له دوي سره خپل وړانديزونه، مشورې او نظرونه شریک کړي، څو له دې لارې هر اړخيزه ستراتيژي چمتو او د پلې کيدو وړ وګرځي.

د یادو وزارتونو او ادارو استازو هم د معلولیت ملي ستراتیژۍ د بشپړيدو هرکلی وکړ او دا ستراتيژي يې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د لا ښې پاملرنې او ستونزو ته رسيدنې په لاره کې بنسټيز ګام وباله.

دوی ژمنه وکړه، چې د يادې ستراتيژۍ د بډاينې او پلې کولو لپاره به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي او د اړونده چارو د ترسراوي راپور به هم د وزارت له مشرتابه سره شريکوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS