د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د کوهدامن معلولينو استازو سره وکتل

sadiq_admin
Sat, Feb 06 2021 2:15 PM
ss

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د کوهدامن معلولينو استازو سره وکتل

نن د سلواغې په ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي د کابل کوهدامن د اوو ولسواليو معلولينو استازو سره ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې د معلولينو په استازيتوب د مشرانو جرګې سناتورې ملیحه جامي ښاغلي فارقي ته د نوي مسوليت مبارکي وويله او په چارو کې يې ورته د بريا هيله وکړه.

آغلې جامي له وزارت سره د همغږۍ او همکارۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او ښاغلي فاروقي ته يې د نږدې کار او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د معلولينو نورو استازو هم د معلولينو د حقونو د ځنډ، د سرپناه نشتون، زده کړو، روغتيا، د معلولينو ترمنځ د توپيري چلند او په بېلا بېلو نومونو ډلبندي کول، د اسنادو د اجرا په پروسه کې د خنډونو موجوديت او نورې ستونزې شريکې کړې او د وزارت مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير ښاغلي حميدالله فاروقي، د کوهدامن معلولينو د راتګ څخه مننه وکړه وويل: تېرو څلورو لسيزو جنګ افغانانو ته له مرګ ژوبلې، ويجاړۍ او بربادۍ پرته بل څه په ميراث نه دي پرېښودلي او له بده مرغه اوس هم همدغه ناوړه جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې يې هوډ قوي دی او له شته امکاناتو په ګتنې به هڅه وکړي، چې ټولو موجوده ستونزو ته د قانون په رڼا کې مناسبې حللارې ومومي.

نوموړي له دوی سره په ګډکار، د همغږۍ او هراړخيزو همکاريو زياتوالي ټينګار وکړ او هيله يې وکړه، چې د معلولينو او شهيدانو وارثه بايد د اغيزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له وزارت سره همېشه خپلې غوښتنې، ستونزې، وړانديزونه او مشورې شريکې کړي.

د ناستې په پای کې د معلولينو استازو ښاغلي فاروقي ته د مبارکۍ په پار چپنه هم ډالۍ کړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS