‎ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلولینو په مشخصې ونډې ټینګار وکړ

sadiq_admin
Tue, Jan 12 2021 9:09 AM
ss

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلولینو په مشخصې ونډې ټینګار وکړ.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدین آریوبی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له وزیر ښاغلي انورالحق احدي سره وکتل او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلوليت لرونکو وګړو د ونډې پر څرنګوالي يې خبرې وکړې.

ښاغلي اریوبی لومړی د معلولیت هرې اړخیزې ملي ستراتیژۍ پراختیا ته اشاره وکړه او هيله يې وښوده، چې دا ستراتیژي به د ټولو دولتي ادارو په همکارۍ، چې د عمل پلان يې مخکې له مخکې له هرې اړوندې ادارې سره شريک شوی، له پلان سره سمه پلې شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه او ملاتړ د ټولو دولتي ادارو ګډ مسؤلیت دی او اړوندې ادارې باید په دې برخه کې خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو سکتوري وزارت دی او هيله ده چې ياد وزارت د مرکز او ولایتونو په ټولو پروژو او په لومړنيو خدمتونو کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره یو ټاکلی سهم په پام کې ونيسي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلي انورالحق احدي هم د موجوده هوکړې او تګلارې سره سم د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو او د معلولیت لرونکو وګړو په ګمارلو کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او د خپل وزارت اړوندو څانګو ته یې لارښوونه وکړه، چې د معلولينو ملي ستراتیژۍ د کاري پلان د پلي کیدو په برخه کې لازمي اقدامات وکړي او خپله همکاري او همغږي د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت له وزارت سره پياوړې او دوامداره کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS