د نورستان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
Sun, Sep 13 2020 12:13 PM
sfs

د نورستان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د نورستان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د محترم والي صيب، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، مدني فعالانو، د شهيدانو وارثانو او د معلوليت لرونکو وګړو په حضور کې د شهيد اوونۍ نمانځنه وکړه.

د مراسمو په پيل کې د نورستان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، محترم لعل الدين آريوبي د شهيد اوونۍ په وياړ ور لېږلی پيغام ولوست. د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې د شهيدانو د قربانيو او سرښندنو يادونې او ستاينې ترڅنګ خپلو ولايتي آمرينو ته د شهيدانو وارثانو ته د حقونو او امتيازاتو د پر وخت رسېدنې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو لارښوونې پکې شوې وې.

د مراسمو نورو ويناوالو هم د شهيدانو د پاکو روحونو، وينو او سرښندنو ته د درناوي اړوند خبرې وکړې او غونډه د شهيدانو سپيڅلو روحونو د خوښ ساتلو او ارامتيا په پار، د دوعا لپاره د لاسونو په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS