۲۰۰ تنه معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو کورنۍ غړي له يو کلنو حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

content_admin
Tue, Sep 01 2020 3:29 PM
sds

۲۰۰ تنه معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو کورنۍ غړي له يو کلنو حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي مؤسسې(AOAD) ۲۰۰ افغان معلولیت لرونکو وګړو، د شهیدانو ورثينو، د جګړې قربانیانو او له جګړو اغیزمنو وګړو ته، چې ۸۰ تنې ښځینه او ۱۲۰ تنه نارینه پکې شامل وو، یو کلنۍ حرفوي زده کړې ورکړې.

د فارغینو په مناسبت رابلل شوې غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مرستیالې جميلې نورستانۍ، د معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب او ددې وزارت نورو کارکوونکو هم ګډون کړی و.

آغلې نورستانۍ د معلولینو لپاره د لاسرسي مؤسسې له مشرتابه او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته يې د تل په څېر يو ځل بيا هم د زده کړو زمینه برابره کړه.

د نوموړې په خبره، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي، تر څو معلولیت لرونکو وکړو او د شهیدانو ورثينو ته د کاري فرصتونو تر څنګ، د غوره زده کړو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

آغلې نورستانۍ وويل، چې څه موده وړاندې مو د کابينې نهو وزارتونو سره مو بیا هغه هوکړه لیکونه تازه کړل، چې هر وزارت به په خپله کاري برخه کې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري کوي.

دا زياتوي، چې د شهیدانو ورثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د تحصيلي بورسونو برابرول، ٪۳ معلولیت لرونکي وګړي په بېلابېلو ادارو کې ځای پر ځای کول او ۵۰۰ بستونه د شهیدانو ورثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته ځانکړي کول د همدې هوکړه لیکونو مهمي برخې تشکيلوي.

د معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب هم د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي مؤسسې فعالیتونه او کارونه وستایل او له يادې مؤسسې يې د لا زياتو خدمتونو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د افغان معلولينو لپاره د لاسرسي مؤسسې (AOAD)، مشر عبدالخالق ځاځي د معلوليت لرونکو وګړو لاسنيوی خپل مسوليت وګاڼه او ژمنه يې وکړه، چې، په راتلونکې اوونۍ کې به د ۲۰۰ تنو نورو معلولیت لرونکو وګړو او د شهيدانو کورنيو غړو لپاره به يو کلنی حرفوي زده کړو پروګرام پيل کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS