د وزیر ژوندلیک

 

mmd

 

د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست نوماند وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي ژوندلیک

۱۴۰۰/۱/۱

ښاغلی حميد الله فاروقي د ارواښاد حبيب الله فاروقي زوى دی. په ۱۳۳۳ لمريز (۱۹۵۴ ميلادي) كال په هرات ولايت كې په یوه درنه او دينداره كورنۍ كې زېږېدلی دی. ښاغلي فاروقي خپلې لومړنۍ زده كړې د سيد جمال الدين افغان په ښوونځي او منځنۍ زده كړې یې د كابل ښار حبيبيې عالي ليسه كې بشپړې كړې دي. په ۱۳۵۲ لمريز كال کابل پوهنتون كې شامل او په ۱۳۵۵ لمريز كال كې د یاد پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شو. د لوړو زده كړو ترلاسه کولو وروسته د تعليمي مركز غونډ د احتياطي ضابطانو په كورس كې شامل شو او شپږ مياشتې يې تر ملي بيرغ لاندې خدمت وكړ.
ښاغلي فاروقي په ۱۳۵۶ لمريز كال د پلان وزارت په بېلابېلو برخو كې خدمت وكړ، خو پر افغانستان د سرو لښكرو تر يرغل وروسته یې له دولتي دندې استعفا وکړه او خپلې شخصي سوداګري ته يې مخه كړه.
د سرو لښكرو پر خلاف د مبارزينو له دريځه تر ملاتړ وروسته فاروقي لکه د نورو افغانانو په څېر پاكستان ته کډوال شو، چې هلته تر يوې مودې پاتې کېدو وروسته د امريكا متحدو ایالتونو ته ولاړ او خپلو لوړو زدكړو ته یې دوام وركړ.

په ۱۹۹۵ كال كې یې د امريكا د متحده ايالتونو د نيويارك دولتي پوهنتون څخه د اقتصاد برخه كې د ماسټرۍ ديپلوم تر لاسه كړ. نوموړي د ګډوالۍ پر مهال هم د افغانانو د یووالي لپاره ټولنې رامنځته کړې او پر اقتصادي او سیاسي مسایلو یې ګڼې مقالې ولیکلې.
ښاغلی فاروقي په ۲۰۰۱ ز كال كې د بن كنفرانس او په افغانستان كې د لنډ مهالې ادارې له جوړېدو وروسته هېواد ته راستون شودلته د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په علمي كدر كې شامل او له ۱۳۸۲ كال راهیسې د هېواد بچیانو  ته د زده كړو له لارې خدمت كوي.

 ښاغلي فاروقي په وروستيو كلونو كې د ښوونې او روزنې، سوداګريزو ټولنو او خصوصي سكتور برخو کې د ټولنو په جوړولو، د خصوصي ښوونځيو او خصوصي پوهنتونونو په جوړولو، د فكري او علمي بنسټونو او ټولنو په جوړښتونو او د ولسي شوراګانو په جوړولو كې فعاليتونه كړي دي.
ښاغلي فاروقي د هېواد او سيمې پر اقتصادي او سياسي مسايلو ګڼې علمي او تخصصي مقالې ليكلي او په كور دننه او بهر يې په نړيوالو كنفرانسونو، وركشاپونو، سمينارونو او سمپوزيمونو كې د فعاله ګډون تر څنګ خپلې مقالې هم وړاندې کړي دي.
د سولې په ټولو جرګو او سترو ملي ناستو كې یې غړيتوب او مسوليت اخيستى او په وروستيو كلونو كې د استادۍ د سپېڅلي دندې تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو نړيوالې خونې (AICC)  د عامل پلاوي رياست، د افغان ملي بانك د مديره پلاوي رياست، د خانهء نور خصوصي ښوونځي او پوهنتون د مديره پلاوي رياست، د لوګر خلكو د سراسري شورا رياست، د برېښنا فكري ټولنې رياست، د افغانستان د اقتصاد دانانو انجمن ریاست او په هېواد كې د ځينو نورو علمي او اقتصادي موسساتو افتخاري مديره پلاوي غړيتوب تر لاسه كړى دى.
نوموړي د وروستیو کلنو په اوږدو کې په یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان ريښتینی او با مسوولته استازیتوب کړی دی.

ښاغلی حميد الله فاروقي د ۱۳۸۷ لمريز كال كب مياشت كې د افغانستان د ملي شورا له ولسي جرګې څخه د تایید رایې ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ترانسپورټ او ملكي هوايي چلند د وزير په توګه د حکومت کابینه کې شامل شو.

ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي په خپل وروستي مسوولیت کې، چې د ملي دفاع وزارت د لوجستکي تړونونو د څېړونکي پلاوي په راس کې و، په پوره ایماندارۍ، ریښتینولۍ او زړورتيا وکړای شوه د مفسدینو جېب ته تلوونکي هغه سلګونه میلیونه ډالر را وګرځوي، چې د هېواد د سرتېرو لپاره ځانګړې شوي وو. نوموړي همدا راز د افغانستان د جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني له باور څخه په ګټې اخیستنې د دولت د یو لړ اصلاحي برنامو مشري هم کړې ده، چې له دې ډلې څخه د هرات ولایت د هر اړخیزو اصلاحاتو په موخه د لوړپوړي پلاوي مشري، د کابل بانک د قضیې د څېړنې، په سکتوري وزارتونو کې د سمون راوستلو، او نورو ملي او دولتي برنامو مشري یادولای شو.

ښاغلی حمید الله فاروقي د جلالتمآب جمهور رییس د فرمان پر بنسټ د جمهور رییس سلاکار وزیر او د کابینې د غړي او هممهاله د ۱۳۹۵ کال د زمري میاشتې په ۱۴ نېټه د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۴۷۰ ګڼې فرمان پر بنسټ د کابل پوهنتون د رییس په توګه وګمارل شو.

نوموړی د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رهبرۍ بورډ غړیتوب او همدارنګه د سویلي اسیا پوهنتون (SAU) اجرائیوي بورډ غړیتوب، چې د سیمه ییزو هیوادونو همکاریو سازمان (SAARC) پورې تړلی دی، ترسره کړی او ښاغلي فاروقي پکې له کابل پوهنتون او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه استازولي کړې ده. پر دې سربېره په ۱۳۸۹ کال کې د لوګر ولایت د خلکو سراسري شورا له جوړولو راهیسې په پرلپسې ډول د یادې شورا منتخب رییس او د دې باعزته ټولنیزې شورا د رهبرۍ ویاړ لري.

ښاغلی فاروقي په دې وروستیو کې د هېواد د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۵۰ ګڼې حکم له مخې د ۲۸/۱۰/۱۳۹۹نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر او ورپسې د ۳۰۴۲ ګڼې حکم د لارښوونې پر بنسټ د ۷/۱۱/۱۳۹۹ نېټه د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو. ښاغلي حميدالله فاروقي واده كړى؛ څلور لوستي او ژمن اولادونه یې ټولنې ته وړاندې کړي دينوموړی په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبرې او ليكل کولای شي.

 

د pdf file لپاره دلته کلیک کړۍ

 

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت پخوانی وزیر ښاغلی لعل الدین آریوبي لنډ ژوندلیک هم دلته یې وګورئ.