د نوي برېښنايي سیسټم اصلاحي پراختیایي پروژه (ESRDP)

سریزه!

د شهیدانو او معلولینو د نوي برېښنايي سیسټم اصلاحي پراختیایي پروژه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پراختیايي بودیجې له لوري تمویل کېږي، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو په چارو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کېدو په موخه طرحه او ډیزان شوې ده.

یاده پروژه د اغیزمنو او ارزښتمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه رامنځ ته شوې، چې د نوي معیاري او ډیجیټلي سیسټم پر مټ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ټول اسناد د روڼتیا او د حقونو د پر وخت رسیدنې په موخه برېښنايي سیسټم ته جمع کېږي.

دغه پروژه له یو لړ اقتصادي او تخنیکي څېړنو وروسته طرح او ډیزاین شوه.

ددې پروژې د رامنځ ته کېدو موخه، د فساد مخنیوی، د هغو جعلي او خیالي اسنادو تشخیص او باطلول دي، چې له څو کلونو راهیسې په غیرقانوني ډول یې خاوندان امتیازات اخلي.

په دغه پروژه کې واحد برېښنايي سیسټم او برېښنايي ورکړې ته، لومړیتوب ورکړل شوی دی.

هغه کسان چې په یاده پروژه کې په نظر کې نیول شوي، چې د تخنیکي کارونو د پرمختیا لپاره، په برېښنايي سیسټم کې ثبت او راجستر شوي وي او همدارنګه په ډیټابیس کې ډیټا انټري د مراجعینو د ثبت او مالوماتو د ساتلو په موخه ډیزاین شوې او د ګټې اخسیتنې وړ ده.

 

شالید:

د افغانستان جمهوري اسلامي دولت ټولې حمایوي پروژې د ټولنیز خوندیتوب او ملي ادارې برنامې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري پلې کېږي.

په لومړیو کې دغه اصلاحات د عامو شهیدانو او معلولینو اړوند و، چې په پلې کولو سره یې د شهیدانو او معلولینو لپاره قوانین او مقررات را منځته شول او په دې برخه کې زیاتې لاسته راوړنې او پرمختګونه هم وشول، چې اوس هم د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې پلي کېږي.

د شهیدانو او معلولینو د نوي اصلاحي سیسټم د پلې کېدو پرمټ یو لړ مهم اقدامات ترسره شول، چې ګټې یې په لاندې ډول دي:

۱: د کلنیو حقونو پر وخت رسېدنه.

۲: ټولې قلمي پروسې په لږ وخت کې د سیسټم پر مټ اجرا کېږي.

۳: قلمي پروسې په سیسټم کې کمې شوې او (۳۳) پروسې تر (۸) پروسو را ښکته شوې دي.

۴: په لږ وخت کې د دقیق او سم راپور برابرول.

۵: د کارتونو په وېشلو سره، د هر ولایت مراجعین کولی شي چې هر ځای خپل کلني امتیازات ترلاسه کړي.

۶: د راتلونکو کلونو لپاره، پرته له دې چې مراجعین وزارت ته مراجعه وکړي، خپل امتیازات ترلاسه کولی شي.

۷: مستحق کسان له نورو امتیازاتو ( حج، د ځمکې وېش، زده کړو، کوپون او نور) څخه په عادلانه ډول برخمن کیدلی شي.

د تخنیکي ټیم کړنې او سیسټم جوړونې پایلې:

۱: په لومړي ځل د نوي سیسټم او ای ټي بنسټ، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تخنیکي ټیم له لوري کېښودل شو.

۲: په مرکز کې نوی سیسټم د پلې کېدو په حال کې دی او تر اوسه د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو (۲۰۰۰) اسناد ثبت شوي او کارتونه ورته وېشل شوي دي.

۳: د (۵۰۰۰۰) په شمېر نظامي ډیټا له ۱۳۸۰م کال راهیسې اسناد و ارزول شول، ش۱۲ او م۱۱، داخلي سیسټم ته دننه شول.

۴: د هېواد لسو ولایتونو کې د نوي سیسټم لپاره کارکوونکو ته ټرینینګ ورکړل شوی او پاتې ولایتونو ته جریان لري.

۵: انټرفیس د نظامي اداراتو لپاره ډیزاین شوی او اوسمهال د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اسناد په آنلاین ډول ترسره کېږي.

۶: د مرکزي احصایې له لوري د ناتکمیل شوي سیسټم تکمیلېدل.

۷: سیسټمونه د لاندې برخو لپاره ډیزاین او طرح شوي دي

۸: د بشري سرچینو لپاره د یو مکمل سیسټم (ګومارنې، سوانح، زده کړو، مکافات او مجازات او ژبو) په برخو کې ډیزاین شوی دی.

۹: د ریاست دفتر لپاره د اسنادو د ثبت سیسټم ډیزاین

۱۰: د مرکز او ولایتونو د شیهدانو او معلولینو لپاره د تخصیص سیسټم ډیزاین

۱۱: د بهزستي ریاست د غرفو وېشلو لپاره د سیسټم ډیزاین

۱۲: د بهزستي ریاست د داخلي او بهرنیو بورسونو لپاره د سیسټم ډیزاین

۱۳: د بهزستي ریاست د حج او عمرې لپاره د سیسټتم ډیزاین

۱۴: د ۳۳، ډیټابیس ډیزاین د ثبت لپاره م۴۰ ډیزاین، چې له لارې یې نږدې ۱۸ ولایتونو خپل مالومات او ډیټا ثبت او تکمیل کړې ده.

د پروژې د پلې کولو موجه دلایل:

د نوي برېښنايي سیسټم اصلاحي پراختیایي پروژه (ESRDP)، د وزارت کارکوونکو د وظیفوي اسانتیاوو په را منځته کولو او د مراجعینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، روڼتیا، د کار چټکتیا، د معیاري سیسټم د را منځته کېدو او د شبکو د داخلي تکنالوژي او مالوماتو د خوندیتوب په موخه طرح او ډیزان شوې ده.

په دې کې شک نشته، چې اصلاحات له یو ستندرد او برېښنایي سیسټم پرته د رامنځ ته کېدو وړ نه دي، نو پر همدې بنسټ د کارونو د دقت، روڼتیا او سرعت لپاره له مډرنې تکنالوژۍ ګټه اخېستنه یوه مهمه اړتیا ده.

عمده ستونزې:

کلونه کېږي چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د چارو په تنظیم کې زیاتې ستونزې موجودي دي. د شهیدانو وارثینو او معلولینو په اسنادو کې جعلي او خیالي اسناد هم شتون لري، چې یاد وزارت یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو نشتون د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش سست بهیر د یاد سیسټم پلې کېدل له ځنډ سره مخ کړی دی.

له همدې امله، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي، ترڅو ددې نوي سیسټم پر وړاندې ټول پراته خنډونه لرې او مراجعینو ته اغیزمن خدمتونه وړاندې کړي.