له واحدې دریڅې څخه د خدمتونو وړاندې کول

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د واحدې دریڅي له لارې د نويو خدمتونو مرکز رسماً پرانیست

ss

 

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د واحدې دریڅي له لارې د نويو خدمتونو مرکز رسماً پرانیست.

د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د وزارت رهبرۍ غړو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب ګډون درلود.

د دې مرکز پرانیستل د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وو او اصلي موخه یې د پېچلو کاري پروسو ساده او اسانه کول، د کارونو چټکتیا، د خدمتونو برېښنایي کول، د بیروکراسۍ ختمول، د فساد مخنیوي، د حقوقو ورکړه کې د رونټیا رامنځته کول او تر یوه چتر لاندې په رڼه توګه د برېښنایي سیستمونو په وسیله د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول دي. د دې مرکز په جوړېدو سره کاري پروسې یا د اسنادو طی مراحل له (۷۲) هغو څخه (۱۲) پروسو ته راکمې شوي دي.

د واحدې دریڅې خدمتونو مرکز په ټولو عصري ټکنالوژیکي وسایلو سنبال او کارکوونکي یې له وړاندې روزل شوي دي، تر څو د نوې ټکنالوژۍ په وسیله د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو اړوند کارونه په چټکه او قناعت وړ توګه ترسره کړي.

په دې مرکز کې د شهیدانو او معلولینو چارې سره جلا شوي دي، چې د اړوندو ریاستونو له خوا ترسره کېږي. د دې تر څنګ نارینو او ښځینو ته جلا جلا انتظار خونې هم جوړې شوي دي. د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د برېښنایي تذکرو د وېش مرکز هم پکې فعال دی، چې عملاً کار کوي او هر ورځ لسګونه کسانو ته برېښنایي تذکرې وېشي.

د واحدې دریڅې خدمتونو نوی مرکز د حکومت او ملت تر منځ د واټن ختمولو او دې وزارت ته د حساب ورکولو او روڼتیا رامنځته کولو په برخو کې بنسټیز نقش ترسره کوي او په ښې حکومتوالۍ د خلکو د باور زیاتېدو لامل کېږي.

mmd

 

mmd

 

mmd

 

 

mmdmmd

 

 

 

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مراجعینو ته د کارونو د اسانتیا لپاره له واحدې دریڅې څخه په عمومي ډول په ټولو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

له واحدې دریڅې څخه مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره زیات شمېر کارکوونکي په بیلابیلو برخو کې په دندو ګومارل شوي دي.

۱- د ښه راغلاست برخه: په دغه برخه کې دری تنه نماینده ګان کار کوي:

(الف) - د شهیدانو برخې نماینده: د شهیدانو وارثینو اړوند ټولې عریضې دغې برخې ته راوړل کیږي.

(ب) - د معلولینو برخې نماینده: د معلولیت لرونکو وګړو ټولې عریضې نوموړي نماینده ته ورکول او کارونه یې ورته خلاصیږي.

(ج) - یو تن د مکتوبونو کارونه مخته وړي، یعنې ټول هغه رسمي مکتوبونه چې وزارت ته راځي، دوی یې د وزارت په داخل کې ټولو اړوندو ادارو ته رسوي.

۲- شهیدانو برخه: دلته په دوو برخو کې خدمتونه وړاندې کیږي:

(الف) تثبیت:هغه  نظامي شهیدان چې د دفاع وزارت، داخله وزارت او ملي امنیت اړوند وي ټول اسناد یې په اړوندو ادارو کې بشپړیږي او رسمي د شهیدانو برخې ته د شهید وارث په لاس راوړل کیږي، چې په ډیټابس کې یې معلومات ثبت شي، له هغه وروسته د محاسبې برخې ته لېږل کیږي. هغه ملکي شهیدان چې د ادارو کارمندان وي د اړوندو ادارو لخوا رسمي د شهیدانو د تثبیت برخې ته پیژندل کیږي او هغه اشخاص چې د کومې ادارې کارمند نه وي د عریضې له طریقه مراجعه کوي.

 (ب) محاسبه: د شهید د وارث کارونه چې د تثبیت له برخې څخه خلاص شي، له هغې وروسته د محاسبې برخې ته استول کیږي، چې نور کارونه یې د محاسبې برخې کارکوونکي ورته خلاصوي.

۳- معلولینو برخه: دلته هم په دوو برخو کې خدمات وړادې کیږي:

(الف) تثبیت: هغه معلولین چې نوي راځي غواړي ځانونه ثبت کړي عریضه د وزارت مقام ته کوي د مقام لخوا د تثبیت برخې ته راجع کیږي د تثبیت برخې لخوا ورته فورمه ورکول کیږي، د فورمې له ډکولو څخه وروسته معلول دغه فورمه وړي هغې سیمې ته چې په کومه سیمه کې دی معلول شوی، هلته د مسؤلو ادارو له لورې تائیدیږي چې نوموړی په کومه پیښه کې معلول شوی. نوموړی شخص موږ رسمي صحي کمیسیون ته معرفي کوو، چې کمیسیون یې وګوري چې د معلولیت فصدي یې څومره ده، د کمیسیون لخوا د معلولیت د فصدي تائید کېدو څخه وروسته د تثبیت برخې ته رسمي رالېږل کیږي له هغه وروسته د تثبیت په برخه کې یې کارونه پروسس کیږي، چې د کارونو د خلاصیدو څخه وروسته د محاسبې برخې ته لېږل کیږي.

(ب) محاسبه: کله چې د دوی اسناد تثبیت شي له هغې وروسته محاسبې برخې ته لیږدول کیږي، چې نور کارونه یې د محاسبې برخه کې ورته خلاصیږي.

۴- نظامي برخه: په دغه برخه کې د نظامي شهیدانو او معلولینو، دفاع وزارت، داخله وزارت او ملي امنیت ریاست اړوند د شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره خدمتونه وړاندې کیږي.

۵- ملکي برخه: په دغه برخه کې د ملکي شهیدانو وارثینو او معلولینو ته خدمات وړاندې کیږي.

۶- الکترونیکي سیستم برخه: د شهیدانو وارثین او معلولین چې راځي د الکترونیکي تذکرې اخیستلو او د کمېټې له تائید کېدلو څخه وروسته الکترونیکي سیستم ته داخلیږي.

۷- بشري سرچینو برخه: کوم خالي بستونه چې د وزارت لخوا ازاد رقابت ته سپارل کیږي، هغه کسان چې اعلان شویو خالي بستونو ته نوم لیکنه کوي له همدې ځای یې ډیر په اسانۍ سره کولای شي او د بشري سرچینو نور اړوند اسناد د همدې برخې کارکوونکو ته ورکول کیږی او دوی یې کارونه پرمخ بیایي.

۸- فورمې برخه: په دغه برخه کې ۷ تنه کارکوونکي کار کوي، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د الکترونیکي تذکرو لپاره انلاین فورمې ډکوي. دا چې په نورو ځاینو کې د یو نفر څخه د انلاین فورمې ډکولو لپاره ترې ۳۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي نو وزارت د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو او کورنیو لپاره یې دغه خدمتونه په وړیا ډول ترسره کوي، چې د ورځې ۱۰۰ تنو څخه زیاتو مراجعینو لپاره انلاین فورمې ډکوي او کارونه یې ورته خلاصوي.

۹- تذکرې برخه: د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته الکترونیکي تذکرې له همدې ځایه ورکول کیږي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په غوښتنه د احسایې ملي ادارې لخوا ۱۰ تنه کارکوونکي د دې لپاره دلته ګومارل شوي چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته همدلته تذکرې توزیع کړي.

۱۰- اجتماعي خدمتونو برخه: د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د تعلیمي بورسونو، غرفو ویش، ځمکو او د حج ادا کولو په اړه معلومات ورکول کیږي او خدمتونه ورته وړاندې کیږي.

۱۱- معلوماتو برخه: مراجعینو ته هر ډول معلومات او لارښوونه له همدې ځایه کیږي.

۱۲- تادیاتو برخه: د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معاشونو د اجرا په اړه معلومات ورکوي.

۱۳- ډیټابېس برخه: هغه اسناد چې د دفاع وزارت، داخله وزارت او ملي امنیت ریاست اړوند وي، د مربوطه ادارو لخوا د مراجعینو په لاس رالیږل کیږي، معلومات یې په ډیټابیس کې ثبت کیږي، له هغې وروسته د هغو مراجعینو اسناد چې د مرکز کابل اړوند وي همدلته راجع کیږي او کوم چې د ولایتونو اړوند وي ولایتونو ته مکتوبي لیږل کیږي.

۱۴- ارشیف برخه: هغه پخواني کارتوتیک د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو اسناد چې په بوجیو او کارتنونو کې ساتل کېدل، اوس دغه اسناد فایل شوي او د هر شخص اسنادو په اړه معلومات په کمپیوټري سیستم کې ثبت شوي دي.

۱۵- عریضو برخه: مراجعینو ته ټولې عریضې په وړیا ډول لیکل کیږي لکه، د کتابچې د اصلاح عریضه، د نوي تثبیت شوي شهید او معلول عریضه، د موره پیداشوي معلول عریضه، کارموندنې عریضه، د شهید او معلول د کتابچې د ورکې عریضه او نور...

د یادولو وړ ده چې د سکین، کابي او پریټ ټولو خدمتونه وړیا مراجعینو ته وړاندې کیږي، تر څنګ یې مناسب ځای برابرول او نور سهلتونه.