Minister's Biography

Mr. Laluddin Aryubi
H.E Laluddin Aryubi

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي لنډ ژوندلیک

ښاغلی لعل الدین آریوبي د ارواښاد نور الدین آریوبي زوی، د ۱۳۶۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۵ نېټه د پکتیا ولایت د آریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې د خېبر پښتونخوا په التقوی ساینسي او تجربوي لېسه کې پای ته رسولې دي.

په ۱۳۸۳لمریز کال کې یې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې پیل او په ۱۳۸۶لمریز کال کې یې له یاد پوهنځي څخه د مالي او بانکي څانګې څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ.

له ۱۳۸۵ل کال را په دیخوا د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو سره په مختلفو بستونو کار کړی او تر څنګ یې د خوست شېخ زاید پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د افتخاري استاد په توګه د هېواد ځوانانو ته خدمت ترسره کړی دی.

په ۱۳۹۳ل کال کې یې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بهرنیو وګړو د کار جواز لیک پروژې د رییس په توګه دنده پیل کړه.

ورپسې د یاد وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ په 24/12/1394 نیټه د مالي او اداري چارو معین وټاکل شو، او کله چې د دې وزارت د شهیدانو او معلولینو معینیت د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ ملي ادارې په نوم په یوې خپلواکې ادارې بدله شوه، ښاغلي آریوبي  په 26/07/1397 نیټه د یادې ادارې  لوی رییس په حیث په دنده وګمارل شو، نوموړې اداره له یوې لنډې مودې  وروسته په ۲۹/۱۰/۱۳۹۷ نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته بدله او ښاغلی آریوبي یې وزیر پاتې شو.

د خپلو غوره فعالیتونو له کبله د مختلفو ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري په ستاینلیکونو او مډالونو ستایل شوی دی، چې د جمهوري ریاست له لورې د میر مسجدي خان عالي دولتي مډال هم پاکې شامل دی.