د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ۱۴۰۰کال د بودجې دفاعي غونډه وشوه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ۱۴۰۰کال د بودجې دفاعي غونډه وشوه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې دفاعي غونډه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او مالیې وزارت د مسولینو په ګډون جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د نظامي چارو مرستیالې صبري اندړ، د تخنیکي چارو مرستیالې جمیلې نورستانۍ، د مالیې وزارت د مالي چارو معین عبدالحبیب ځدراڼ او د دواړو ادارو ګڼو نورو مسولینو هم ګډون درلود.
په پیل کې د مالیې وزارت د ټولنیز مصونیت د برخې مسول ډاکټر مطیع الله د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ د دې وزارت د ۱۳۹۹کال د فعالیتونو، اجراآتو، د بودجې د لګښت او په څو کوډونو کې د بودجې د اړتیا په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ، چې د دواړو وزارتونو د بودجې کمېټې غړو یې په اړه خپل دلایل او نظرونه وړاندې کړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې په اړه خبرې وکړې وویل: دغه وزارت نوی رامنځته شوی، د ادارې تشکیل ته په کتو د معاشونو او لګښتونو په کوډونو کې بودجوي محدویتونو سره مخ دی، چې باید په یادو برخو کې زیاتوالی رامنځته او د ستونزو په هواري کې اغېزناک تمام شي.
د ښاغلي آریوبي له ګڼو نورو دلایلو وروسته د مالي چارو معین ښاغلي ځدراڼ او کمېټې غړو د رایو په اکثریت ژمنه وکړه، چې په ۱۴۰۰مالي کال کې به د دې وزارت په ټولو بودجوي کوډونو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي. همدا ډول د کال تر نیمایي پورې د ټاکل شوې بودجې د کچې د څېړنې او د وزارت له لوري د شویو وړاندیزونه تحقق په صورت کې به بودجه نوره هم زیاته شي.
په دې غونډه کې د مالیې وزارت د مالي چارو معین او د بودجې د کمېټې غړو د وزارت د رهبرۍ له لوري په کمه موده کې د ترسره شویو فعالیتونو، اصلاحاتو او سیستم جوړونې ستاینه وکړه او د ادارې د پراختیا لپاره یې اغېزناک او ګټور وګڼل.
