د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۲:۵۷
ssfsd

د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د محترم والي صيب، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، مدني فعالانو، د شهيدانو وارثانو او د معلوليت لرونکو وګړو په شتون کې د شهيد اوونۍ نمانځنه وکړه.

د مراسمو په پيل کې د پروان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي د شهيد اوونۍ په وياړ ور لېږلی پيغام ولوست. د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې د شهيدانو د قربانيو او سرښندنو يادونې او ستاينې ترڅنګ خپلو ولايتي آمرينو ته د شهيدانو وارثانو ته د حقونو او امتيازاتو د پر وخت رسېدنې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو سپارښتنې پکې شوې وې.

د مراسمو نورو ويناوالو هم د شهيدانو د پاکو روحونو، وينو او سرښندنو ته د درناوي په تړاو خبرې وکړې او غونډه د شهيدانو سپيڅلو روحونو د خوښ ساتلو او ارامتيا په پار، د دوعا لاسونو په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS