ّپه لغمان ولایت کې پر څوارلس ملکي جنګ ځپلو کورنېو باندې د مرستو کڅوړۍ وویشل شوې

د مرستو د ویش پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي الحاج فیض الله( جواد) د بلومونټ خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او مرستو اخیستونکو ته یې ډاډ ورکړ چې یاد ریاست به په راتلونکي کې هم وکولاې شي چې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره لازیاتې مرستې راجلب کړي.