مرستې

د پکتیا د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت له (١٤) کورنيو سره مرسته وکړه

mmd

په پکتيا ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د COMAC پروژې په همکارۍ، په دې وروستيو کې د جګړو له امله پر زيانمن شويو (١٤) کورنيو باندې نږدې څلورو لکو افغانيو په ارزښت د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وويشله.

په دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل و، چې د شهيدانو او معلولينو چارو آمر د او د يادې پروژې استازو په حضور کې پر اړمنو کورنيو وويشل شوې.

د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت له (۳۳) کورنيو سره مرسته وکړه

mmd

په ننګرهار ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د COMAC پروژې په همکارۍ، په دې وروستيو کې د جګړو له امله پر زيانمن شويو (۳۳) کورنيو باندې د يوه ميليون افغانيو په ارزښت د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وويشله.

په دغو مرستو کې غواګانې او خوراکي توکي شامل و، چې د سيمه‌يزو چارواکو او د يادې پروژې استازو په حضور کې پر اړمنو کورنيو وويشل شوې.

سيمه‌يزو چارواکو او د شهيدانو او معلولينو چارو آمر د مرستو د ويش پرمهال ټينګار وکړ، چې يادې مرستې د جګړو له امله د اغيزمنو او اړمنو کورنيو لپاره په پام کې نيول شوې او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

په دايکنډي کې له 11 جګړو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

mmd

د دايکنډي ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د COMAC موسسې په همکارۍ، له (11) جګړو ځپلو کورنيو سره، چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله اغيزمنې شوې وې، مرسته وکړه.

د يادونې وړ ده، چې په دغو مرستو کې (۱۳) قلمه خوراکي توکي شامل و، چې د COMAC پروژې د استازې په حضور کې پر اړمنو کورنيو وويشل شوې.

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت له ۲۷ جګړو ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه

mmd

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د COMAC پروژې په همکارۍ، له (۲۷) جګړو ځپلو کورنيو سره، چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله اغيزمنې شوې وې، له رڼې سروۍ او ارزونې وروسته مرسته وکړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه مرستې د (۳۷) خوراکي او غيرخوراکي توکو کڅوړې وې او په هره کڅوړه کې (۱۳) قلمه مواد شامل و، چې د COMAC پروژې د استازې په حضور کې پر اړمنو کورنيو وويشل شوې.

د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت له نهو جګړو ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه

mmd

د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د COMAC پروژې په همکارۍ، له (9) جګړو ځپلو کورنيو سره، چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله اغيزمنې شوې وې، له رڼې سروۍ او ارزونې وروسته مرسته وکړه.

د يادونې وړ ده، چې په دغو مرستو کې (9) قلمه خوراکي او غيرخوراکي توکي شامل و او د يادې پروژې د استازې په حضور کې پر اړمنو کورنيو وويشل شوې.

په لغمان ولایت کې له جګړو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

mmd

لغمان کې شاوخوا د (۸۰۰) زرو افغانیو په ارزښت (۴۳) جګړه ځپلو کورنیو سره د (۶۵) کڅوړو خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یادې مرستې په لغمان ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت په مشرۍ او د COMAC موسیسې په مالي همکارۍ ترسره شوې او د ويش پر مهال يې د ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي او یو شمېر نورو سيمه‌يزو چارواکو ګډون کړی و.

دلغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر بشیر احمد حقپال د معلوماتو له مخې، چې د مرکز او ولسوالیو په کچه (۴۳) ملکي جګړه ځپلو کورنیو سره د (۶۵) ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

په ننګرهار کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو له ۲۴ کورنيو سره مرستې وشوې

mmd

  

نن پنجشنبه د وري په ۲۶مه، د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د (بلومونټ) مؤسسې په همکارۍ د شهيدانو ورثې او معلولينو پر ۲۴ اړمنو کورنيو مرستې وويشلې.

دا مرستې د يوې رڼې سروۍ له مخې د يادې موسسې او د ولايتي سکتورونو استازو په حضور کې پر خلکو وويشل شوې.

په دغو مرستو کې د خوراکي او غيرخوراکي توکو کڅوړې شاملې وې، چې په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

 

په بلخ ولايت کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو سره مرستې وشوې

mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د الکوزي خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو له (۱۶۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.

دا مرستې د يوې چاڼ او روښانه سروۍ له مخې د ياد شرکت استازي په ګډون او د ولايت مقام په همغږۍ پر خلکو وويشل شوې.

په يادو مرستو کې لس ډوله خوراکې کڅوړې شاملې وې، چې د روژې مرستو تر سرليک لاندې د مستحقو او اړمنو کورنيو لپاره په پام کې نيول شوې وې.

 

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د جګړو ځپليو (۱۰۰) کورنيو ته مرستې وويشلې

mmd

نن پنجشنبه د کب په ۱۴مه، د ترکيې هيواد سرې مياشتې په همکارۍ، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت پر جګړو ځپليو سلو کورنیو باندې غيرنغدي مرستې وويشلې.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې جمیلې نورستانۍ د مرستو د ويش پر مهال وويل: چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت هڅه کوي، څو د ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره لا نورې مرستې را جلب کړي.

آغلې نورستانۍ زياته کړه، چې دې دا ډول مرستو د زياتوالي او دوام لپاره يې هلې ځلې چټکې روانې دي.

همدارنګه په افغانستان کې د ترکيې هيواد سرې مياشتې رئيس فريد احمد ضيا وويل: چې د ترکيې سرې مياشتې اداره ژمنه ده، څو په افغانستان کې د شهیدانو ورثې او معلولينو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې برخه کې يې د غوره همغږۍ د رامنځته کولو له امله د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همکاريو پر زياتوالي او دوام ټينګار وکړ.

د يادولو وړ ده، چې په راتلونکي کې به هم د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو سره د مرستو د ويش لړۍ دوام ولري.

 

د سيدالشهدا ښوونځي د پېښې قربانيانو ته مرستې وويشل شوې

mmd

۳۳غویی-۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د COMAC مؤسسې په همکارۍ د کابل په لويديځ کې پر سيدالشهدا ښوونځي د بريد قربانيانو (۱۴) کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وويشلې.

د مرستو د ويش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ او د COMAC موسسې استازي هم ګډون درلود.

آغلې اندړ د مرستو د ويش په اوږدو کې پر سيد الشهدا ښوونځي خونړۍ بريد دردوونکې وباله او د شهيدانو ورثې او متضررينو ته يې د غمشریکۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

نوموړې ټينګار وکړ، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له نورو اړونده نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو د جنګ قربانيانو ته لا زياتې مرستې را جلب کړي.

همدارنګه آغلې اندړ د وزارت اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د تثبيت پروسې، د کارتونو ويش، وثيقو او د بهرنيو تحصيلي بورسونو په ځانګړي ډول د اندونيزيا هېواد تحصيلي بورسونو کې دې د لوګر پل علم او سيدالشهدا ښوونځي پېښو قربانيانو ته لومړيتوب ورکړي او په ټولو چارو کې دې ورسره هراړخيزه همکاري وکړي.

 

په فراه ولايت کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو له ۱۷ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

mmd

په فراه ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت په مشرۍ او د COMAC مؤسسې په مالي ملاتړ د شهيدانو درنې ورثې او معلوليت لرونکو وګړو پر (۱۷) کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.

په يادو مرستو کې ۲۴ قلمه د خوراکي توکو کڅوړې شاملې وې، کومې چې د فراه ولايت د غلام صديق کلي د وروستي موټر بم بريد له امله پر زيانمنو کورنيو د کمک مؤسسې د استازو په شتون کې وويشل شوې.

 

 

په ميدان وردګو ولايت کې له پنځو جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

mmd

بيا هم د جګړې ځپلو ملکي وګړو لپاره د مرستو په لړ کې د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت، د جګړې ځپلو ملکې وګړو سره د (COMAC) مؤسسې په مالي ملاتړ له (۵) کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغه مرستې د ميدان وردګو ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او COMAC مؤسسې استازې په شتون کې، چې خوراکي توکي او نور اړين مواد پکې شامل و، په اړمنو کورنيو وويشل شوې.

دیادونې وړ ده، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په مشرۍ او همغږۍ د COMAC موسسې لخوا دا ډول مرستې د ملکي وګړو له هغو کورنیو سره کیږي، چې د جکړه‌يزو پيښو له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان، ټپیان او یا یې په لوړه کچه مالي زیان لیدلی وي.

 

په بلخ ولايت کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو مرستې ترلاسه کړې

mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د الکوزي خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو له (۲۰۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.

دا مرستې د يوې رڼې سروۍ له مخې د ياد شرکت استازي په ګډون او د ولايت مقام په همغږۍ پر خلکو وويشل شوې.

په يادو مرستو کې (۱۰) ډوله خوراکې کڅوړې شاملې وې، چې د روژې مرستو تر سرليک لاندې به دغه لړۍ هره ورځ د مستحقو او اړمنو (۲۰۰) کورنيو ته دوام ولري.

 

د بشردوستانه مرستو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، پر یو شمیر جګړو ځپلو هیوادوالو د خوراکي توکو مرستې وويشلې

mmd

نن سه شنبه، د مرغومي په ۲۳مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د COMAC موسسې د مرکزي دفتر لخوا له جګړو زيانمنو ۳۱ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې.

د يادو مرستو د ويش پرمهال، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکي معاونيت مرستيالې جمیلې نورستانۍ هم ګډون درلود.

اغلې نورستانۍ په هېواد کې د وروستیو پېښو د شهیدانو او ټپيانو کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ، د COMAC مرستندويه موسسې له مشرتابه مننه وکړه چې له وزارت سره په همغږۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له جګړو ځپلو خلکو سره مرستې کوي.

د یادونې وړ ده، چې په ويشل شويو خوراکي توکو کڅوړو کې اوړه ، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نور اړین توکي شامل وو.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له لوري له جګړو ځپلو هيوادوالو سره په مرکز او ولايتونو کې د مرستو لړۍ دوام لري.

 

د د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د COMAC موسسې، له يو شمېر جګړو ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړه

mmd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او دکمک موسسې په مالي ملاتړ د کابل ښار د وروستیو پېښو قربانيانو سره د ځان بساينې او لاسنيوي په موخه مرستې وشوې.

د مرستو د وېشلو یاد بهیر ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکې او ملاتړ مرستياله جميله نورستانۍ او رئيس سيدعالم هاشمي هم ور بلل شوي وو.

آغلې نورستانۍ د پېښو قربانيانو سره خواخوږي وښوده او د شهيدانو وارثينو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.

نوموړې د جګړې له قربانيانو وغوښتل چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت ته، د نومليکنې لپاره ورشي څو په وزارت کې له ارزونې او تشخيص وروسته راجستر شي او له خپلو کلنيو حقونو او امتيازاتو څخه برخمن شي.

نوموړې د کمک موسسې څخه مننه وکړه، چې له وزارت سره په همغږۍ له جګړو د اغيزمنو کورنیو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي او د هغوی د اقتصادي پياوړتيا، لاسنيوي او ځان بساینې لپاره هڅې کوي.

د يادولو وړ ده، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، د پانګوالۍ کوچنۍ بستې، د حياطۍ ماشينونه او نور وسايل شامل وو.

 

په میدان وردګو ولايت کې له ۱۶ جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

mmd

د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت په هڅو او همغږۍ د جګړه ځپلو ملکې وګړو سره د (COMAC) مؤسسې په مالي ملاتړ، يو ځل بیا له ۱۶ کورنیو سره د (۱۳) قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو؛ لکه اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، چای، بوره، شامپو او نورو اړینو موادو مرسته وشوه.

دا هغه کورنۍ وې چې د ورستیو جګړو له امله د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې زیانمنې شوې وې.

دیادونې وړ ده، چې يادې مرستې د تیر په څیر د هغو مرستو لړۍ ده چې د ملکي وګړو له هغو کورنیو سره کیږي، چې د جکړې له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان، ټپیان او یایې په لوړه سطحه مالي زیان لیدلی وي.

دغه مرستې د ميدان وردګو ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر او د کومک پروګرام استازو په شتون کې پر اړمنو کورنيو وويشل شول.

 

په فراه ولايت کې ۲۰ اړمنو کورنيو ته مرستې وويشل شوې

mmd

چهارشنبه_۱۲ مرغومې

د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت په مشرۍ او د (COMAC) مؤسسې په مالي ملاتړ ۲۰ جګړه ځپلو کورنيو ته مرستې وويشل شوې.

دغه مرستې هغو اړمنو کورنيو ته ويشل کيدې، چې وړاندې له ويش څخه د ياد ولايت له بېلابېلو سيمو څخه سروي شوې وې.

په يادو مرستو کې (۱۳) قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل و، چې د COMAC مؤسسې د استازي په ګډون پر بیوزلو کورنیو وويشل شوې.

 

په لغمان کې ۱۶ جګړه ځپلو کورنیو سره د ۲۵ کڅوړو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

mmd

دغه مرستې چې د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت په مشرۍ د (COMAC) موسسې په مالي ملاتړ ترسره شوې؛ د ويش پرمهال یې د ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي، د لغمان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر، د COMAC مؤسسې استازي او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخيستې وه.

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو د چارو آمر بشیر احمد حقپال د معلوماتو له مخې، چې د مرکز او ولسوالیو په کچه ۱۶ ملکي جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

په ورته وخت کې، د لغمان ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي د کمک له موسیسې مننه وکړه چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په مشرۍ يې له اړمنو او جګړه ځپلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده او ددې لړۍ د دوام غوښتنه يې وکړه.

په پای کې د لغمان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر یادو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې د نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ به له دوی سره په راتلونکې کې ورته نورې مرستې هم ترسره شي.