د کرونا ويروس سره مبارزه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۵:۳۳
ds

د کرونا ويروس سره مبارزه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی

نن دوشنبه د وري په ۱۶مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسين ورکړل شو.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د وزارت کارکوونکو ته د واکسین پلې کولو پر مهال د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه او کارکوونکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کاري حجم زيات دی او د وزارت کارکوونکو سر او کار د مراجعينو سره وي؛ نو پر همدې بنسټ مو د کرونا ويروس ضد واکسين په پلې کولو کې مخکيوالی وکړ.

ښاغلي فاروقي د نړيوالو همکارانو څخه د (COVID 19) پر وړاندې د واکسين کيټونو د وېش له امله مننه وکړه او په دې تړاو يې ترېنه د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کرونا درېیمه څپه مخ په خوریدو ده؛ لکه څرنګه چې هېوادوالو ددې وايروس له لومړۍ او دويمې څپې سره مبارزه وکړه؛ نو له دریيم پړاو سره يې هم بايد مبارزه وکړي او باید د ټولنیز واټن مراعتولو او حفظ الصحې شرایطو سره سم ددې ناروغۍ مخه ونیسو.

د کرونا ضد واکسين د پلې کولو پر مهال د عامې روغتیا وزارت استازي هم د کرونا پر وړاندې د واکسین د پلې کولو پروسې د شرایطو او اصولو په اړه هراړخيز معلومات ورکړل وويل: دا دی کرونا پر وړاندې د واکسین پلې کولو لومړی پړاو دی او دويم پړاو به يې یوه میاشت وروسته د ياد وزارت کارکوونکو لپاره تطبیق شي.

ورپسې د وزارت کارکوونکو لپاره د کرونا ضد واکسين د ورکړې بهير، د شهیدانو او معلولینو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي او ددې وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې جميلې نورستانۍ په حضور کې پرانيستل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۳۲
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ولسوالېو اړوند مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو

یاد ورکشاپ چې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي په حضور کې په لاره اچول شوی وو، په هغه کې د اته ولسوالېو اړوند مدیرانو ته د شهیدانو او معلولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۸:۱۳
Background image

د روژې په مبارک میاشتې کې د (۲۷۰) فدايانو کورنېو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د هدایت سره سم د خاصو شهیدانو آمریت په پوره هڅو د (۲۷۰) استشهاديانو کورنېو سره په پکتیا ، پکتیکا ، خوست او غزنی ولایتونو کې نغدي مرستې ترسره شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۳۲
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو اومعلولینو چارو رئیس په اورګون ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنېو سره نغدي مرسته ترسره کړه

د پکتیکا ولایت دشهیدانو اومعلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یوسف خیلو او اورګون ولسوالېو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیرانو یې ملتیا کوله په اورګون ولسوالۍ کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS