د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۹

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس چې د ریاست اړوند کارکوونکو یې ملتیا کوله، په بغني، باغران او ناومیش ولسوالیو کې د مجردو شهیدانو کورنیو او د خاصو شهیدانو کورنیو سره له نږدې ولیدل، د هغوی اړتیاوې او ستونزې یې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې ترسره کړې او د یو شمېر معلولینو سره یې هم لیدنه وکړه.

محترم الحاج ملا صدوخان حق  شناس د ذکر شویو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مدیرانو سره وکتل، په دې لیدونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې او د یادو ولسوالیو د مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې په یادو ولسوالیو کي د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریتونو سره ګډه همکاري وکړي، څو اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر لا منظم، چټک او شفاف شي.

په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو مسؤلینو د محترم رئیس صاحب د سفر هر کلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د یاد مدیریتونو سره به په ټولو اړوندو برخو کې بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي، څو اړمنو کورنیو ته خدمتونه په ښه ډول ورسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي او ولایتي ریاستونو د تفتیش بهیر د لا ښه والي په موخه غونډه ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د ارزونې، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن مدیریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د اداري چارو د لاښه والي په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند آمرینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۸:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر الحاج ملا عبدالمجید آخند لوګر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او د. . .

BACK TO NEWS