د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اجراآت او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل شول

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۳:۵۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت په مشرۍ یو پلاوي په لغمان ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هراړخیزه توګه وڅیړل.

یاد پلاوي د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند اسناد او فورمې ( م- ۱۶،  م- ۴۰،  م- ۴۱ ) همداراز هغوی ته اجرا شوې حوالې او د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړۍ څرنګوالی په پوره دقت سره وڅیړل، همدارنګه موظف شوي پلاوي د لغمان ولایت په یو شمېر ولسوالېو کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې واوريدې او د حل په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړل.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه هم هر اړخیزه ارزونه او څیړنه ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۸:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي د غور ولایت په ځینو نواحيو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي الحاج مولوي نورالحق حقاني د یو پلاوي په مشرۍ غور ولایت ته د سفر په ترڅ کې  په دې ولایت کې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۳:۵۱
Background image

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اجراآت او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل شول

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت په مشرۍ یو پلاوي په لغمان ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هراړخیزه توګه وڅیړل.

یا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۲:۷
Background image

‌د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څلورویشت (۲۴) ولایتي کارکوونکو د نوي الکټرونیکي سیسټم د درې ورځیني روزنیز ورکشاپ له بشپړولو وروسته تصدیق نامې ترلاسه کړې.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي. . .

BACK TO NEWS