د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پالیسي تدوین او چاپ شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر بنسټ او د اسلامي امارت د عمومي پالیسي په رڼا کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد وزارت لپاره پالیسي تدوین او چاپ شوه.

دغه پالیسي چې په پښتو او دري ژبو د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست له لوري، د مؤظفې کمېټې په همکارۍ ترتیب شوې ده، موخه یې د شهیدانو کورنيو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو تنظیم او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو برابرول دي، همداراز په دې پالیسي کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ټول مادي او معنوي حقوق په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پالیسي په تطبیق سره به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خدمتونه په عادلانه، شفاف او مؤثر ډول وړاندې شي او د هغوی ژوند به مثبت بدلون و مومي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۹
Background image

پالیسی وزارت امور شهداء و معلولین تدوین و به چاپ رسید

به اساس حکم مقام وزارت امور شهداء و معلولین در پرتو پالیسی عمومی امارت اسلامی، پالیسی جدید وزارت امور شهداء و معلولین به منظور ارایه خدمات بهتر و مؤثر به ایتام، خانم های بیوه و افراد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پالیسي تدوین او چاپ شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر بنسټ او د اسلامي امارت د عمومي پالیسي په رڼا کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد وزارت لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړونې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د خپلو کارکوونکو د کاري وړتیا لوړولو لپاره درې ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ، یاد روزنیز ورکشاپ د نهر سراج، ګرشک، سنګین، کجکي، بغنې، باغران،. . .

BACK TO NEWS