د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ميدان وردګو ولایت ته سفر وکړ

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۲۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کاري بهير څخه ليدنه وکړه او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته يې  د لا ښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د یاد ریاست مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدا راز محترم وزير صاحب د یو پروګرام په ترڅ کې چې میدان وردګو ولایت د والي مرستيال محترم حافظ سید الرحمن او دکليو او پراختیا رئيس محترم الحاج مولوي وحید الله راشد حضور درلود له دریو (۳) تنو مجاهدینو سره چې سترګې یې په جهاد کې نابینا شوې وې، له هر یو سره یې یولک او پنځوس زره  (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو ته سفر کړی وو او د یادو ولایتونو د شهيدانو او معلولینو چارو رياستونو د کړنو او فعاليتونو څرنګوالی ارزولی او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې د یادو رياستونو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځینو خصوصي بانکونو له استازو سره د یاد وزارت اړوند پاتې شوېو معلق پیسو د بیرته راګرځولو په موخه غونډه ترسره کړه

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۴:۳۵
Background image

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کابل ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له کاري بهیر څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له کړنو او فعاليتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د یادې ارزونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۳۸
Background image

د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د شهيدانو او معلولینو چارو رياستونو اړوند کارکوونکو ته دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشری يو پلاوی خوست ولایت ته د یاد وزارت اړوند رياست د کړنو او فعاليتونو د څیړنې او ارزونې په موخه سفر. . .

BACK TO NEWS