د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د بلومونت مؤسسې له رييس سره په ليدنه کې د همغږۍ پر زياتوالي او ګډکار ټينګار وکړ

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۵۷
ل

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د بلومونت مؤسسې له رييس سره په ليدنه کې د همغږۍ پر زياتوالي او ګډکار ټينګار وکړ

سه شنبه_ ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي له ملکي جګړو ځپلو وګړو سره د مرستې برنامې او بلومونت موسسې رييس زارکو دراګانيک او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

ښاغلي فاروقي په دې ليدنه کې د همغږۍ پر پياوړتيا، د دواړو اړخونو ترمنځ د ګډ کار پر څرنګوالي او د اغيزناکو مرستو پر لا زياتوالي يې ټينګار وکړ.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د یادې مؤسسې له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ، له ملکي جګړو ځپلو وګړو سره د دوی له مرستو او هڅو مننه وکړه او دغه ډول ګډ کار او همکارۍ يې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو پر ژوند د مثبت اغيز لامل وګڼلې.

نوموړي زياته کړه، چې د وزارت دنده يوازې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د حقوقو ورکړه نه ده؛ بلکه د ځانبساینې، بياپياوړتيا، د وړتيا لوړونې برنامو پر لاره اچول، د معلوليت ملي ستراتيژۍ پلي کول او د ژوند په نورو برخو کې د هغوی لپاره د خدمتونو وړاندې کول يې له مهمو مسوليتونو څخه دي.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې د ظرفيت لوړونې په برخه کې ګډکار ته اړتيا ده، تر څو له شرايطو سره سم د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د قناعت وړ خدمتونه وړاندې کړای شو.

همدارنګه ښاغلي فاروقي له جګړو ځپلو سره د لا زياتو او دوامداره مرستو کولو باندې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د بلومونت مؤسسې له مشرتابه څخه د زياتې او ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې ښاغلي دراګانيک د وزارت له همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی به له وزارت سره د ظرفيت لوړونې، له جګړو ځپلو سره د مرستو او عامه پوهاوي په برخو کې لازمه همکاري وکړي.

د ناستې په بهير کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ او نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او د همغږۍ زياتولو او ګډکار په تړاو يې خپل نظرونه شريک کړل.

په پای کې ښاغلي فاروقي د وزارت اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې له يادې مؤسسې سره له نږدې کار وکړي او چارو د ښه والي په پار ور سره همغږي واوسي او په ګډه کارنده پلانونه جوړ او پلي کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۴۴
Background image

په جينوا کنفرانس کې د کړو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

نن چهارشنبه د چنګاښ په دويمه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت په جينوا کنفرانس کې د افغان حکومت له لوري د شويو ژمنو او د وزارت اړوند برخو کې د يادو ژمنو د پلې کولو په تړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۵۸
Background image

تدارکاتي چارې د چټکې او پروژې د پر وخت پلې شي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي په مشرۍ د وزارت رهبري هييت ناسته وکړه او د تدارکاتي چارو د چټکتيا پر څرنګوالي، په سمه توګه د بودجې مصرفولو او د پروژو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۲:۲
Background image

د معلولیت ملي ستراتیژۍ مسوده باندې بحث وشو

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې، د معلولیت ملي ستراتیژي (2020-2030) باندې بحث وشو.

BACK TO NEWS