د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۶۴۳) تنو مستحقو کسانو د قربانۍ غوښې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, May 31 2026 11:22 AM
mmd

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د‌ نېکمرغه لوی اختر په مبارکو ورځو کې د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۴۳) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې د قربانۍ غوښې ووېشلې.

یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو‌ د تنظيم رياست آمرینو محترم ملا ابراهيم شاه خلیل او محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې او د شهیدانو چارو ریاستونو استازي او د خیریه مؤسسې مسؤلينو په شتون کې مستحقو کسانو ورکړل شوې تر څو د ټولنې دغه قشر هم د نورو وګړو په څېر د لوی اختر په خوښیو کې شریک شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS