د‌ شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د‌ يوې یتیمې ماشومې د درملنې په موخه (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه

asad_admin
Sun, Jul 20 2025 4:07 PM
mmd

مؤمینه، یوه یتیمه او ناداره ماشومه، د تیرې ادارې د وژل شوي عسکر ګل محمد لور، د غزني ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دا کوچنۍ نجلۍ، له اوږدې مودې راهیسې د زړه له یوې خطرناکې ناروغۍ سره مخ وه او په کور کې یوازې یوه مور، یوه خور، او یو ۱۱ کلن ورور لري. مؤمینه د یوې داسې ناروغۍ سره مخ وه چې په زړه کې یې یوه (۷) سانتي‌متري دانه راختلې وه. ډاکترانو په غزني کې له معایناتو وروسته د هغې د تداوي هیله پرې کړې وه او وړاندیز یې کړی وو چې باید کابل ته يوړل شي، هلته به یې درملنه امکان ولري.

وروسته له دې چې مؤمینه په کابل کې د فرانسويانو روغتون ته یووړل شوه، هلته ډاکترانو وويل چې د هغې عملیاتو ته لږ تر لږه (۳۵۰۰۰۰) افغانۍ اړتیا ده او که چیرې دا عملیات و نه شي، د هغې ژوند به له ستر ګواښ سره مخ شي. دا د هغې کورنۍ لپاره یوه ستره ستونزه وه، ځکه چې هغوی د دې لګښت د برابرولو وس نه درلود.

په ډېرو دردونو او نا امیدیو سره، د مؤمینې کورنۍ خپل اسناد او ایکسرې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته یوړل. هلته د یاد رياست رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش د دې موضوع له اورېدو وروسته، ژمنه وکړه چې دا موضوع به د وزارت له مقام سره شریکوي، تر څو له دې بې‌وسې کورنۍ سره مرسته وشي.

محترم مولوي عبدالحکیم دانش، د مؤمینې د وضعیت او د هغوی د اقتصادي حالت راپور، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم وزیر صاحب ته وړاندې کړ. محترم وزیر صاحب چې له طبیعي شفقت او انساني حسه برخمن دی، (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ د عاجلې مرستې په توګه منظور کړې او د اړوندو روغتیایي مراجعو سره یې د تماس نیولو، د عملیاتو د اسانتیا برابرولو، او د دې ماشومې د بشپړې درملنې همکارۍ وکړه.

همداراز، د وزارت له خوا یادې کورنۍ ته بلنه ورکړل شوه او د تداوي لپاره مکتوب اړوند روغتون ته صادر شو. په پایله کې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۱ مه نېټه، مؤمینه په کابل کې د سټار میډیکل کمپلیکس روغتون کې تر جراحي عملیاتو لاندې ونیول شوه او الحمدلله، عملیات یې بریالي شول.

نن، مؤمینه بېرته ژوند ته راګرځېدلې ده. دا یوه معجزه نه، بلکې د خدای ﷻ رحم، د مور دعا او د مهربانو مسؤلینو د شفقت پایله ده.

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، له محترم وزیر صاحب څخه د دې مهربانانه اقدام  څخه مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS