په ننګرهار ولایت کې (۵۸۳) تنه یتیمان او بېوزله کسان د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
Tue, Dec 03 2024 9:29 AM
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولايت کې (٥٨٣) تنو مستحقو یتیمانو او اړمنو کسانو ته د کمپيوټر، موبايل ترميم او همداراز د خیاطۍ او  انګليسي ژبې زده کړې روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي وو، چې د روزنیزې دورې له بشپړولو  وروسته د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې هغوی ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په همدې موخه جوړ شوي پروګرام کې د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک، د ولايت مقام مشاور محترم مولوي هدایت الله بریالي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس محترم مولوي زاهدالله وفا، د اقتصاد، پوهنې رياستونو استازو او يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون درلود.

د یادې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک د یادې مؤسسې د هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ د ورته پروګرامونو د دایرولو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د پروګرام په پای کې فارغ شویو کسانو ته د حرفو اړوند ابزار او وسایل هم ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS