د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Jun 13 2022 8:55 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوی عبدالرزاق آخوند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 د ننۍ غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان لخوا غونډې ته وړاندې کړل شو، په کې د معلولیت لرونکو او د شهیدانو کورنېو ته د حقوقو د ورکړۍ په اړه بحث وشو، همدارنګه په ولایتونو او مرکز کې هغوې ته د کارټونو د جوړونې  پر څرنګوالي او د (م-۴۰ ) کتابچې (چي په هغې کې د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو ځانګړتیاوې لیکل کیږي) پر چمتو کولو یې هم  خبرې اترې وشوې، او د غونډې په پای کې د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې په مرکز کې د فلجیانو د استوګنځي لپاره د اعاشې او اباتې اړتیاو پر برابرولو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د یادو ستونزو او مسائلو د څیړلو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS