د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيد

sadiq_admin
Wed, Oct 28 2020 10:10 AM
cs

د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيد.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او د مرستندویه نړیوالو بنسټونو او دولتي اړوندو ادارو په همکارۍ د معلولیت ملي ستراتیژۍ د بیا کتنې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.

په دې ورکشاپ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي سربېره د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې بنفشه یعقوبي، د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر رییس محمد وکیل جمشیدي، د ماین پاکۍ د انسجام ریاست رییس محمد شفیق یوسفي، د ولسي جرګې غړو، د مختلفو سکتوري وزارتونو او معلولینو ټولنو استازو او د ملي او نړیوالو غیر دولتي ادارو مسولینو ګډون درلود.

د ورکشاپ په لومړۍ او وروستۍ ورځ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د وزارت د دوه کلن بریالي ماموریت په بهیر کې د وړاندې کړو خدمتونو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د دې ستراتېژۍ پر ارزښت یې هم هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ښاغلي اریوبي په خبره، چې یاده ستراتېژي به له نهایي کېدو وروسته خپلو اړوندو همکارو ادارو او بنسټونو سره د معلولیت په ټولو برخو کې په اساسي ډول پلې کړو، چې پر مټ به یې د افغان معلولیت لرونکو وګړو په ژوند کې به د مثبت بدلون سبب وګرځي.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه، دا چې معلولیت یوه پراخه ټولنیزه پدیده ده او د یوې ادارې له لوري ورته رسېدنه ستونزمنه ده، مهمه ده چې د یوې ملي مسلې په توګه ټول ملي او نړیوال بنسټونه له دوی سره د خدمتونو وړاندې کولو او اغېزناکو پلانونو په جوړولو او تطبیق کې هر اړخیزه همکاري او همغږي ترسره کړي.

د ورکشاپ نورو ګډونوالو هم په پيل او پای کې د ستراتیژۍ د اغېز او مهم والي په اړه خبرې وکړې، دوی ټولو ټینګار وکړ، چې یاده ستراتیژي باید ژر نهایي او د تطبیق لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.

په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې د معلولینو استازو، اړوندو سکتوري وزارتونو، د ملي او نړیوالو ادارو استازو او د معلولیت اړوندو غیر دولتي ادارو مسولینو د ستراتېژۍ د پراختیا او بشپړتیا په اړه خپلې غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې د ستراتیژۍ اړوند چارواکو له لوري به د معلولیت ملي ستراتېژۍ کې ځای پر ځای شي.

 

د معلولینو ملي ستراتېژي د لسو کلونو لپاره جوړیږي، چې اصلي موخه یې معلولینو ته د ژوند په مختلفو برخو لکه زده کړو، کارموندنې، ظرفیت لوړونې، روغتیایي، فزیکي لاسرسي، عامه پوهاوي، بودجې موندنې، اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیاینې، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ګډون، حرفوي او تخنیکي زده کړو، تبعیض ختمونې، قوانینو اصلاح او د ژوند نورو اړخونو کې فرصتونه، اسانتیاوې او امکانات برابرول دي.

د یادولو وړ دی، چې د معلولیت ملي ستراتیژۍ د بیا کتنې څلور ورځنی ورکشاپ د هنډیکپ (HI) نړیوالي مرستندویې موسسې په تخنیکي او مالي ملاتړ جوړ شوی و.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS